طالبان: د امریکا لخوا د دوحې تړون ماتیدل راته، د هر ډول مناسب اقدام لار خلاصوي

  عزم، جمعه، ۲۷وری۱۴۰۰): د امریکایي ولسمشر لخوا د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په تړاو اعلان ته طالبانو غبرګون ښوودلی او په یوه اعلامیه کې یې د امریکایي چارواکو لخوا د څومیاشتو لپاره د بهرنیو ځواکونو د حضور مودې غځول ننګونکی اقدام یاد کړی دی.

طالبانو د امریکا ولسمشر هغه څرګندونې مثبتې بللې چې ګواکې (( له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه باسي او د افغانستان موضوع نظامي حل نه لري او داچې موږ له طالبانو سره بیا جنګ ته د داخلیدو توان نه لرو او نه تر ابده هلته پاته کېدای شو، وتل يې تر هیڅ شرایطو پورې مشروط ندي او د دوحې توافقنامه هم مهمه او له اعتباره برخمنه بولي اوله هغه سره سم خپلې قواوې باسی)) او ویلي یې دي چې « له دې ټولو خبرو ښکاري چې امریکایي چارواکو د افغانستان وضعیت تر یوه حده درک کړی او د جنګ غوښتونکو کړيو هڅې ناکامه شویې دي. »

خو له دې سره سره په اعلامیه کې د بایډن لخوا د عسکرو ایستلو کې څومیاشتنی ځنډ پاروونکی اقدام بلل شوی او خبرداری ورکړل شوی دی چې « ټول جهتونه باید وپوهیږي، چې اسلامي امارت تر دې دمه توافقنامه په ښه ډول رعایت کړی، عملی کړی او د منازعې د حل یواځنۍ لاره يې بللې، اوس که د امریکا لخوا له توافقنامې څخه سرغړونه کیږي، د اسلامي امارت مجاهدینو ته اصولا د هرډول لازم اقدام کولو لاره خلاصوي، نو د راتلونکو عواقبو مسئولیت به هم امریکايي جهت ته راجع وي، نه اسلامي امارت ته»

طالبانو پر ټولو هغو هیوادونو او سازمانونو، چې د توافقنامې د لاسلیک شاهدان وو، غږ کړی چې باید په امریکا فشار راوړي، ترڅو په توافقنامه کې په کړیو ژمنو عمل وکړي او په ټاکلي نیټه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

اعلامیه کې په امریکایي لوري تور پورې شوی چې په ځلونو یې د دوحې د تړون د نقض هڅه کړې، په داسې حال کې چې دوی لا هم یاد تړون ته ژمن پاتې دي. « د شپږ زره بندیانو د خلاصون لس ورځنی بهیر شپږو میاشتو ته غځول، بیا د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو سره په دریو میاشتو کې د باقي بندیانو نه خلاصون، د تور لیست نه ختمول، له دولسو سوو څخه زیاتې تخطیانې کول او بالآخره اوس د ځواکونو د ایستلو په نيټه کې څو میاشتې ځنډ اعلانول، به ټولي نړۍ ته ښکاره کړي چې په امریکايي جهت باور نشي کیدای او هغوی خپلو وعدو او تعهداتو ته ژمن نه دي. »

طالبانو پر بهرنیانو غږ کړی چې نور دې د خپل حضور د غځولو لپاره پلمې نه لټوي او یوځل بیا یې ټینګار کړی چې « اسلامي امارت په هيڅ صورت هم، د بشپړې خپلواکۍ له داعیې او د سوچه اسلامي نظام له اقامې څخه نه تیريږي او د اشغال د بشپړې او یقیني خاتمی څخه وروسته د افغانستان د معضلې د سولییز حل رامينځته کیدو ته ژمن دی. »

د چارو شنونکي وایي، ښایي د مې له میاشتې وروسته د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل، امریکا او متحدینو ته یې په لوی ناسور بدل شي او د خونړۍ جګړې د پیل لامل جوړ شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button