غیبت او روژه

د غیبت او درواغو په اړه ځینې علماء وايي چې روژه ورباندې ماتیږي، له دوی سره که څه هم جمهور علماء همغږي نه دي او نه يې ورسره مني، خو که د روژې روح ته وګورو دغه صورت ښه ورسره جوړیږي، یعنې دا خبره ډیره بعیده نه ده چې په درواغو او غيبت دې روژه ماته شي، ځکه چې د روژې مطلب دا دی چې له انسانه سبعي او شیطاني اوصاف لرې او د ملایکو خویونه او اوصاف پکې پیدا شي، درواغ په ځانګړې توګه غیبت سپیتوب دی.
علي ابن علي، ابن حسین رضيالله تعالي عنهم فرمايي: دعِ الْغيبة فَاِنَّه اِدامُ کُلابُ الَناس
یعنې غیبت مه کوه ځکه چې غیبت د سپیو انسانانو خوراک دی.
دې خبرې ته وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ … آیت کې هم اشاره شوې
د آيت شریف ژباړه او مطلب دا دی چې د یو بل غیبت مه کوئ! آیا په تاسو کې څوک دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، هغه هم په داسې حال کې چې مړ وي.
له دې آیت نه خو یوه دا خبره معلومیږي چې د غیبت مثال داسې دی لکه څوک چې د چا د بدن غوښه په غاښونو شوکوي او خوري یې. اوس که فکر وکړو دا کار سپی کوي
دا چې نن سبا غیبت ډیره عادي خبره ده، ممکن موږ ته دا خبره نامناسبه او بې ځایه ښکاره شي، خو څوک چې دا نسان هغه مقام درک کړي، کوم مقام چې الله، یا اسلام ورکړی پورتنۍ خبرې به مبالغه ونه ګڼي، په اسلام کې د انسان عزت له کعبې نه پورته دی، په دغه ښکلي دین کې لکه څنګه چې دانسان مال او وینه تویول حرام دي د آبرو او عزت تر پښو لاندې کول یې همدغسې حرام کړي دي. په غیبت هم د یو انسان د آبرو تویول دي.
لیکنه: محمد علیم بسمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button