که امریکا د سپټمبر تر ۱۱مې ونه وځي؟

عنایت الله خاموش
په افغانستان باندې د امریکا له یرغل سره جوخت؛ هم په افغانستان کې، هم په امریکا کې او هم په نړۍ کې داسې فکر کېده چې امریکا به په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره که شونې وه د دایم لپاره پاتې شي او هلته به د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه داسې یو رژيم رامنځته کوي چې د دوی اوږدمهالې ګټې خوندي کړای شي. خو کله چې د دوی او د دوی د غلامانو په وړاندې د مجاهدینو سنګرونه تاوده او له دوی څخه يې د واشنګټن هدیرې ډکې کړې، بلاخره په دې پوهه شول چې دا خاوره د افغانانو اصلي میراث دی او افغانان د دې خاورې حقیقي وارثین دي. ځکه خو يې د جګړې پر ځای د مفاهمې لارې ته مخه کړه او له مجاهدینو( اسلامي امارت) سره يې مذاکرات پيل کړل. د دغه مذاکراتو د پيل په لومړیو کې هم دوی فکر کاوه چې مقابل لوري ته به په دیپلوماسۍ او سیاست کې ماتې ورکړي او د نوي سیاسي رژيم څخه د هغوی د لرې والي له کبله به هغوی ونشي کولای د دوی پوښتنې ځواب او دوی په دغه ډګر کې هم مات کړي؛ مګر کله چې مذاکرات اوږده او پېچلو پړاوونو ته داخل شول، بیا نو د دوی سر خلاص شو چې له داسې خلکو سره نه دي مخ شوي چې څه به وايي او هغوی به يې ورسره د سر په سترګو مني او د بلې صیب په تشریفاتي الفاظو به يې ورسره بدرګه کوي.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ اوږده، کړکېچن او له ننګونو ډک مذاکرات بلاخره داسې مهال یوه تفاهم ته ورسېدل چې په هیواد دننه او له هیواد څخه بهر د افغان خاورې د اشغال خلاف غږونه اوچت او هر ځای د امریکايي اشغال خلاف غږونه اوچت شول. حتی تر دې چې امریکايي چارواکو او عامو وګړو هم دغه منحوسه جګړه وغندله او د وخت له امریکايي حاکمانو څخه يې غوښتنه وکړه ترڅو له افغانستان څخه خپل عسکر بیرته کور ته ستانه او نور يې په دغه بې پایلې او نه ګټونکې جګړه کې قرباني نه کړي او نه دې هم په افغانستان کې د یوه تحمیلي رژيم د ساتنې په موخه هلته افغانان شهیدانوي او د افغانانو کورونه دي ورانوي.
د نړۍ هیڅ زبر ځواک، په خپله خوښه او له کوم مالي و ځاني زیان او ټينګ مقاومت پرته مستعمره هیواد نه دی خوشی کړی او نه هم تر اوسه داسې پېښ شوي چې اشغالګر دې یو ځل کوم هیواد اشغال کړي او بیا دې له همغه هیواد څخه په خپله خوښه ووځي. بلکې زبرځواکونه هغه مهال د مستعمره او اشغال شویو هیوادونو پرېښودلو ته ور ګرځېدلي؛ کله چې يې په وړاندې ټينګ مقاومت شوی او دوی ته يې پراخ زیانونه اړوي. افغانستان ته د امریکا یا شوروي او یا انګرېز راتګ هم د همدې لپاره و ترڅو په افغانستان کې یو داسې نظام او رژيم په پښو ودروي چې د دوی په اشاره څرخي او د دوی له خوښې پرته هیڅ پرېکړه ونه کړي. انګرېز غوښتل افغانستان د همېش لپاره هضم او د انګرېزي امپراطورۍ مستعمره وګرځوي او د یوه ولایت په توګه يې واګې په لاس کې واخلي، وګړي يې غلامان کړي او له ذخیرو څخه يې په خپله نفع استفاده وکړي؛ شوروي بیا غوښتل د افغانستان له لارې هم د سیمې هیوادونه تر وُلکې لاندې راولي، هم يې د یوه ولایت په توګه د ځان برخه وګرځوي، هم پکې خپله مفکوره ترویج کړي او هم يې له ذخیرو څخه په خپله ګټه استفاده وکړي؛ امریکا هم، لکه څنګه چې انګرېز و شوروي راغلی و، همدغه اهدافو د رسېدنې لپاره دوی هم راغلل، غوښتل يې خپل د خوښې رژيم جوړ، د افغانستان له حریم څخه د سیمې هیوادونه کنترول او تهدید، د خپلې مفکورې د ترویج لپاره بازار پيدا او بلاخره داسې یو افغانستان جوړ کړي چې هم په سیمه ییزه کچه د امریکا ګټې او اهداف خوندي کړي او هم يې له ذخیرو څخه د امریکايي خزانې په غني کولو کې استفاده وشي. اوس به څوک ووايي چې امریکا خو د دغه کار لپاره نه وه راغلي، بلکې هغوی د یوه قوي او سوله ییز افغانستان د په پښو درولو لپاره افغانستان ته پښه را دننه کړي وه. دوی ته باید وویل شي چې هیڅ هیواد، هغه که زبر ځواک وي او یا هم بل عادي هیواد، د بل هیواد اشغال ته تر هغې زړه نه ښه کوي ترڅو يې خپلې ګټې پکې خوندي شوي نه وي. ځکه هغوی لېوني نه دي چې د خپلو عسکرو هوسا ژوند ور ستړی، خپله بودیجه د نورو په چوپړ کې مصرف او ځان ته سرګرداني پيدا کړي. کله چې يې بیا کومه خاوره اشغال کړه او خپل ځواکونه يې ور ولېږل، بیا تر هغې نه ترې وځي ترڅو يې چې ګټې خوندي شوي نه وي.
اوس راځو دېته چې، امریکا که په زور ده او که په خپله خوښه، داسې مهال يې له افغانستان څخه د خپلو اشغالګرو عسکرو د ایستلو پرېکړه کړي چې څو ورځې وروسته باید د دوحې تړون مطابق ټول اشغالګر عسکر له افغانستان څخه وتلي وای او په افغانستان کې نوره خپله لاس وهنه پایته رسولي وای. خو له بده مرغه باید ووایو چې امریکا د مسلسلو تخطیو په دوام دا دی اوسمهال په ښکاره توګه د دوحې تړون د ماتولو اعلان وکړ او په ټاکلې نېټه يې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر بشپړ نه کړ. نو دا چې په دوحه تړون کې له ټاکل شوې نېټې وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په غبرګون کې طالبان کوم غبرګون ښيي او یا نه؛ دا د دوی خپل کار دی. مګر طالبان باید هیڅ کله د امریکا او متحدینو له منافقت څخه ځانونه بې خبره نه کړي. ځکه امریکا چې تر اوسه کوم هیواد ته ورغلې، داسې په اسانۍ او خپل وخت که څه هم پخپله يې د وتلو وخت اعلان کړی نه ده بهر شوې. ښه مثال يې عراق دی چې څه وخت يې له عراق څخه د خپلو عسکرو د ایستلو اعلان کړی او دوی تر اوسه لا هملته دي. نو طالبان که د سپټمبر تر یولسمې د امریکا او متحدینو په وړاندې يې غبرګون ښيي او که يې نه ښيي؛ مګر دې ټکې ته يې باید پام وي چې که امریکا په یاده نېټه هم بهر نشي، بیا نو طالبان نوې جګړې ته ور داخلېدونکي دي، چې باید له اوسه يې لا تیاری ونیسي او ټول هغه پلانونه طی مراحل کړي چې د راتلونکې احتمالي جګړې په جریان کې باید عملي شي. ځکه په دښمن او هغه هم داسې دښمن چې همېشه يې له مسلمانانو سره بدۍ کړي، هیڅ باور نشته او نه هم باید په پوره توګه باور ورباندې وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: