هرات کې د پولیسو او عامو خلکو د هوايي ډزو له امله څلور تنه ټپیان شوي

عزم(یکشنبه، ۲۹ وری ۱۴۰۰): بیګا ماخوستن د هرات ښار کې د وري ۲۹مې د مجاهدینو بریا ورځې په مناسبت د عامو خلکو او پولیسو له لوري پراخې هوایي ډزې وشوې، چې له امله یې څلور تنه ښاریان او عام خلک سخت وارخطا شول.

د هرات اوسېدونکو سیمه ییز مسئولین ملامت او د ښار امنیت راوستلو کې پاتې بللي او وایي چې د پېښې د عاملينو سره دې قانوني چلند وشي.

که څه هم پولیسو عامو خلکو ته ویلي چې د ډزو کوونکو په اړه دې معلومات ورسره شریک کړي او ځینې خلک یې نیولي هم دي، خو د هرات ځینو خبریالانو بیا یوه ویډیو نشر کړې چې یو پولیس هم پکې لیدل کیږي چې هوایي ډزې کوي.

 

همدا راز ولایتي چارواکو ویلي چې د دغه هوایي ډزو په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button