زابل کې ۱۶۳ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېږي

عزم(یکشنبه، ۲۹، وری ۱۴۰۰): د زابل ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې لا هم لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د ځايي چارواکو په خبره، د دغه ولایت په مرکز قلات کې هم ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري او په ولسوالیو کې بیا دغه شمېره لوړه ده.

د زابل والي ګل احمد رسولي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې ځینو ښوونځیو ته په لوړ کیفیت ودانۍ جوړې شوې، خو لا هم ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

دی وايي، په پام کې ده چې دا ځل په شاجوی ولسوالۍ کې هم د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي او زده کوونکي به له ازادې فضا څخه د ښوونځیو ودانیو ته ولېږدول شي.

د زابل ښاري تړون د پروګرام مسوول منیراحمد وايي، په زابل کې د ښوونځیو د کمښت له امله ګڼ زده کوونکي په ساعتونو ـ ساعتونو مزل کوي، خو بیا دغه زده کوونکي په خاورو کې کېني او زده کړې کوي.

د منیراحمد په خبره، په دغه ولایت کې هم هوا مخ په ګرمېدو ده او زده کوونکي له دوړو، خاورو او بادونو څخه باید یو سالم چاپېریال ته ولېږدول شي. «د زابل بانک ته د ۱۶۳ ښوونځیو له ډلې یوازې د ۵۳ ښوونځیو جوړېدو لپاره پېسې راغلي دي او په دغو ۵۳ ښوونځیو کې ۲۵ ښوونځي چمتو شوي دي او ۲۸ ښوونځي چې د هوا سړېدو له امله یې کارونه درېدلي وو، بېرته یې کارونه پیل شوي دي او په لنډه موده کې به د دغو ښوونځیو د جوړېدو چارې بشپړې شي او د زابل د پوهنې ریاست ته به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.»

د زابل د ولایتي شورا مشر عطاءجان حق بیان وايي، اړوند ادارې باید په دغه ولایت کې جوړېدونکي ښوونځي په لوړ کیفیت جوړ کړي؛ ځکه دا د علم مرکزونه دي او کیفیت باید ښه وي.

زابل په سویل کې هغه ولایت دی، چې د جګړو له امله پکې ډېر کم ښوونځي فعال دي او لا هم لسګونه ښوونځي یې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: