احساس !

لیکنه: انس حقاني

الله جل جلاله د دنیا نظام په اسبابو بنا کړی. د یو شي وجود ته بل شی سبب ګرزوي. خدای جل جلاله په دې قادر دی چې پرته له اوبو او دانو بوټي او فصل رازرغون کړي. خو چونکه د دنیا نظام یې په اسبابو جوړ کړی نو دا واک یی انسان ته ورکړی چې ته حرکت وکړه، په نرمه ځمکه کې تخم وشینده، بیا یې په اوبو خړوبه کړه او بیا په خپل خدای توکل وکړه. نو دا عمل د فصل د ټوکیدو سبب جوړ شی. همداسې د دنیا د هر شی وجود ته یو بل شی سبب جوړیږي، الا ماشاءالله.
اصلا دنیوي اسباب او په الله توکل لکه د ترازو دوې پلې داسي دي، که یې توازن مساوي پاته شو نو نتیجه به یې مثبته وي که یوه پله تر بلي درنه شي نو پایله به یې منفي وي. اسباب په کار اچول همدومره ضروري دي څومره چې توکل ته اړتیا وي، قرانکریم موږ ته د حنین د غزاء په پیل کې د مسلمانانو د تشتت لامل همدا ښیي چې “اذاعجبتکم کثرتکم” ځينو مسلمانانو یوازې په ظاهري اسبابو اعتماد وکړ چې پایله یې منفي وه. نبوي هجرت د اسبابو او توکل یوه جامع تګلاره مسلمانانو ته په ګوته کوي. له مکې مکرمې د هجرت پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو ممکنه اسبابو کار واخیست. هغه صلی الله علیه وسلم ابوبکر صدیق د لاري ملګري کړ، مدیني ته تللي عامه لار یې پرېښوده، په خپل ځای کې یې علي کرم الله وجهه پرېښود، له عبدالله بن اریقط څخه یې د لاري معلومات تر لاسه کړل، له بي بي اسماء رضي الله عنها څخه یې د سفر توښه تر لاسه کړه، عامر بن فهیره یې په دې وګوماره چې پخپله رمه د دوی پلونه له منځه یوسي، له دې ټولو کارونو وروسته یې په الله توکل وکړ او په سخت حالت کې یې خپل ملګري ته وفرمایل: لاتحزن ان الله معنا…!
دا چې ظاهري اسباب د اهدافو په لاس ته راوړلو کې مهم رول لري هدایت او اصلاح هم تر ډیره په اسبابو پوري تړاو لري. له کوم سبب او لامل پرته په دنیا کې هدایت او اصلاح ډیر کم ترسره شوی، الله جل جلاله په دې قادر دی چې له کوم سبب پرته خپلو بندګانو ته هدایت وکړي پر سمه لار یی برابر کړي، لکه ابراهیم علیه السلام ته یې چې له ماشومتوبه دا احساس ورکړی وو چې د ده پلار او قوم ټول په غلطه دي، دوی چې د کومو شیانو عبادت کوي دا خدایان نه دي، اصل خالق او اله بل ذات دی، خو داسې پېښي ډیرې کمي ترسره شوي دي چې په هغو کې دي انسان هدایت له سبب پرته تر لاسه کړی وي.
الله جل جلاله په دنیا کې د هدایت لپاره د انبیاؤ او کتابونو د رالیږلو اصول مقرر کړي دي. همدا یې د هدایت اسباب ګرځولي، د انبیاؤ ژبې مبارکې یې د مخلوق لپاره د هدایت وسیلې جوړي کړي دي، همداسې یې یو انسان بل انسان ته د هدایت یا ضلالت سبب ګرزولی دی.
نو څوک باید داسې فکر ونه کړي چې زما اصلاحي هڅو ته هیڅ اړتیا نشته که خدای جل جلاله څوک ښه کوي په خپله به یې ښه کړي، ماته ضرورت نشته. دا غلطه خبره ده، که داسې وای نو بیا خو دانبیاؤ او کتابونو رالیږلو ته هم هیڅ اړتیا نه وه.
په دنیا کې د انسان د بریا او ناکامۍ په مهمو اسبابو او لاملونو کې د انسان احساس هم شامل دی. احساس هم د الله جل جلاله د نورو لویو نعمتونو په څیر یو لوی نعمت دی، په اصل کی دا نعمت ټولو انسانانو ته ورکړل شوی دی؛ خو له نیکه مرغه د ځینو انسانانو احساس ویښ وي او د ادراک قوه یې فعاله وي او د ځینو خلکو احساس د دنیوي مینې، نفسي خواهشاتو، راحت او ارام ژوند، د نعمتونو زیادت او داسې نورو لاملونو له امله د غفلت په پردو پوښلی او د غفلت په خوب ویده وي.
کله چې د کوم انسان احساس ویښ وي، نو انسان له ډیرو نیکمرغیو برخمن کیدلی شی، ځکه چې احساس داسې ځواک دی چې بی زړه خلک زړور او کمزوري زورور کوي، ویښ احساس د ایمان خاوندان خپلو دیني او انساني مسوولیتونو او دندو ته متوجه کوي، د بې وزلو، مظلومانو، کونډو بورو، یتیمانو او اسیرانو سره د انساني او ایماني همدردۍ جذبې او ارادې په زړه کې راټوکوي او په ډیره ګړندۍ توګه انسان د دغو نیکو اعمالو تعمیل ته هڅوي.
همداسې ویښ احساس بل پلو د انسان په زړه کې د ظالمانو، تېري ګرو، فاسقانو، فاجرانو، او .. سره د کرکې او نفرت تخم شیندي او د کسات مړې سکروټي په سوځوونکي اور بدلوي، او انسان دې ته هڅوي چې خپلو ارادو ته په بیړه د عمل جامه ور واغوندي.
کله چې احساس ویښ وي، نو انسان له ټولو مادیاتو وسایلو او دبدبو بې پروا وي، په تش لاس له هر زورور ځواک سره ټکر ته اماده وي، نه له مرګ ویرېږي او نه د کوم زبرځواک په وړاندې د تسلیمۍ سر ټیټوي، وجود به غلام او اسیر شی، په زنځیرونو به وتړل شی،خو احساس هیڅوک نه شي تړلی.
لکه په دې بیت کې:
لاس یې تړلی شي احساس یې څوک تړلی نشي
ژوندی ضمیر د چا سینه کې څوک وژلی نشي
نه پوهیږم چې خدای څنګه غیبي ځواک وربښلی دی چې هیڅ کوم ځواکمن یی مخه نشی نیولی.
کله چې د کوم انسان په احساس د غفلت پردې غوړیدلي وي، او د غفلت په خوب ویده وي، نو بیا انسان له ډیرو دنیوي او اخروي نیکمرغیو څخه محروم وي، له ننګ او غیرت خالي، له ضعیف الحاله بی وزلو، غمجنو دردمنو، کونډو یتیمانو او همداسې له نورو د رحم او کرم له محتاجانو سره دانساني او ایماني همدردۍ او مرستو غافل او بې پروا وي. هر څه یې یوازې تر خپل ذات پورې محدود وي، نه د چا په غم غمجنیږي او نه د چا په درد دردیږي، لکه یو شاعر چې وايي:
څه به احساس وکړي د بل د اوښکو
چا چې په ټول عمر ژړلي نه وي
چې خبره راټوله کړم، د انسان د بریا لپاره تر ټولو مهم شی د احساس ویښتیا ده؛ ځکه چې د احساس د ویښتیا له امله انسان خپل ځان پیژني، کله چې څوک ځان وپیژني، نو جهان پیژني، د جهان پیژندل د ځان په پیژندلو موقوف دې څوک چې ځان نه پیژني، هغه به جهان څنګه وپیژني!
نو له ځان پیژندلو وروسته انسان خپله هغو کارونو ته متوجه کیږي د کومو لپاره چې یې خلقت شوی دی.
پورتنیو خبرو ته په پام سره دا ویلو شو چې داحساس ویښتیا د بریا او د احساس غفلت د ناکامۍ سبب جوړیږی او څنګه چې دنیا په اسبابو ولاړه ده نو یو ویښ احساسه او هوښیار انسان د بل غافل انسان د احساس د ویښتیا سبب جوړیدلی شی. په ځانګړې توګه د مشرانو طبقه دا دنده په ډیره ښه توګه سر ته رسولی شي، او دا د دوی مسؤلیت هم دی او پر دې مکلف دي چې د خپلو ماتحت افرادو احساس ویښ وساتي.
کشران په مشرانو پسي اقتدا کوي او مشران د کشرانو د هدایت یا ضلالت سبب جوړیږي، نو مشرانو ته پکار ده چې تر هرڅه وړاندي په ډیر حکمت سره د خپلو ماتحت افرادو احساس را ویښ کړي، د مبارزې په اړه ورته جهت ورکړي، په وعظ او نصیحت، په مشروع غصه، په ننګولو او نورو مفیدو طریقو باندی لاس په کار شي.
کشران دې د خپلو دیني او انساني دندو څخه خبر کړي او ورته متوجه دي یې کړي، خپل انساني شرافت دي وریاد کړي، پیغور دي ورکړي چې ته اشرف المخلوقات یې، مسلمان یې او عمل د حیوانیت او فاسقانو کوې، ته د بندګي لپاره پیداکړی شوی یې او تا بندګی پرې ايښې د دنیا په ګټلو پسی شپه ورځ منډې وهي، دا او داسې نورې دي ته ورته خبرې د هر هغه انسان چې لږ عقل هم ولري احساس ویښوي سمدستي خپل لایعنی او قبیح اعمال بد ورته ښکاره شي، او پرې پیښمانه کیږي، د ضلالت له سپیره بیابانه وځي او د هدایت باغچې ته د ننوتو هڅې پیلوي، خپل ناصح ورور د ده لپاره د هدایت سبب وګرزي او لوی سعادت یې په نصیب شي، غاړې یې خلاصې شي.
خو دا کار په یو ځل ترسره کولو فایده نه لري، بلکی په دوامداره توګه مفید تمامیدای شي،که څوک خپل متعلقین او ماتحت د غفلت په حالت کې ویني او بیا هم څه نه ورته وايي یوازې په دعاء او چوپتیا بسنه کوي، داسې انسان په خپله دنده کې ناکامیږي، غاړي یې بندي دي، او عندالله به پوښتنه ترې کیږي.
اوس به پوه شوی وی!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button