آلمان: هرڅومره ژر به خپل سیمه ییز امنیتي کارکوونکي له افغانستانه وباسو

  عزم، دوشنبه، ۳۰وری۱۴۰۰): په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده تر را روانو څو میاشتو ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي، تازه د آلمان دفاع وزیرې په دغه هیواد کې د خپلې امنیتي قرادادي برخې کار کوونکو د امنیت په هکله اندیښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې غواړي هر څومره ژر یې د ایستلو پلانونه جوړ کړي.

دفاع وزیرې “انه ګریت کرمپ کرن باور” د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي، په پام کې لري خپل ټول اړوند کارکوونکي په “بیړني” او آسانه ډول له افغانستانه بهر کړي، ځکه چې په وینا یې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې مخ پر خرابیدو ده.
نوموړې ویلي، غواړي دا پروسه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو مخکې بشپړه کړي او په دې برخه کې یې پر نورو هیوادونو هم غږ کړی چې باید پر پل یې قدم کیږدي؛ ځکه دا کسان د هغوی د امنیت لپاره جنګیدل او اوس یې باید د خوندیتابه لارې چارې هم وسنجوي.
دفاع وزیره وایي، «دا کسان له سختو امنیتي ګواښونو سره همهاله زمونږ د ځواکونو ترڅنګ جنګیدلي او اوس زمونږ مسؤلیت جوړیږي، څو د هغوی د امنیت غم وکړو»
نوموړې زیاتوي، له ۲۰۱۳م کال څخه بیا تر اوسه یې شاوخوا ۷۸۱تنه امنیتي کارمندان خپل هیواد ته انتقال کړي دي.
دفاع وزیره وایي، مونږ ته دا موضوع د جدي ارزونې وړ ده او د خپل بهرنیو چارو له وزارت سره پرې جدي بحث کوو؛ ځکه مونږ اوس د پوځي ماموریت د تغیر نه؛ د پای په درشل کې یو او باید سختې پریکړې وکړو»
د یادونې وړ ده چې دا هیواد اوسمهال سلګونه سیمه ییز امنیتي کاروونکي لري او په پام کې ده چې خپل پوځي ماموریت هم تر امریکا یوه میاشت وړاندې “اګست میاشت کې” ختم کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button