ټولګټو وزارت: د شمال ـ سویل سړک به افغانستان له سویلي اسیا سره ونښلوي

عزم(دوشنبه، ۳۰، وری ۱۴۰۰): د ټولګټو وزارت وايي، د شمال ـ سویل دهلېز سړک له بلخ څخه تر کندهار ولایت پورې غځېدلی، چې له سمنګان، بامیان، ډایکنډي او روزګان ولایتونو څخه تېرېږي او کندهار ته رسېږي، یاد دهلېز به په ملي او سیمه‌ییزه کچه اتصال پیاوړی کړي، چې اوږدوالی یي ۹۰۹ کیلومټرو ته رسېږي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه سړک د څو برخو د جوړولو کار بشپړ شوی، چې له دې ډلې څخه ۱۳۵ کیلومتره له مزارشریف څخه تر درهً صوف پورې، ۴۲ کیلومتره له بامیانو څخه تر یکاولنګ پورې سړکونه یې بشپړ شوي او له کندهار څخه د روزګان تر چورې ولسوالۍ پورې د ۱۹۴ کيلومټره په اندازه سړک چارې به هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

«پر دې برخو سربېره ۱۸۳ کیلومتره له درهً صوف څخه تر یکاولنګ پورې اوس مهال تر کار لاندې دی. دا مهال مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره د تورخم بندر له لارې نښلول شوي چې سالنګونه او ماهیپر د باروړنکو موټرو د تګ – را تګ پر مخ ستونزمن ګڼل کېږي. د شمال – سویل دهلېز به له یوې هوارې لارې څخه د سوداګرۍ او ټرانزیټ په بدیل او پراختیا کې مرسته وکړي.»

د خبرپاڼې له مخې، دا دهلېز د مرکزي آسیا هیوادونو لپاره یوه بدیله لار را منځته کوي، چې په کم وخت کې به یې له سویلي آسیا سره ونښلوي.

«د شمال – سویل دهلېز د سیمه ییزي سوداګرۍ او ټرانزیټ د ګړندي کولو ترڅنګ د افغانستان د حکومت لپاره د عوایدو پر منبع بدل شي. لکه د ختیځ – لویدیځ دهلېز، دا دهلیز سیمه ییزو هېوادونو ته د کانونو په صادرولو او د هیواد د زراعتي تولیداتو په انتقال کې اسانتیاوې را منځته کړي.»

همدارنګه یاد وزارت څو ورځې وړاندې هغو موټر چلوونکو ته ته ګواښ کړی و، چې له ټاکلې اندازې څخه ډېر بار وړي. «ټولګټو وزارت ژمن دی تر څو د سړکونو د ساتنې او څارنې په موخه له لویو باروړنکو موټرو څخه په جدي توګه څارنه وکړي، یاد وزارت به له هغو موټر چلوونکو سره جدې قانوني چلند وکړي چې له ټاکلي وزن څخه ډېر وزن باروي.  سړکونه چې ملي شتمني ده ساتنه او څارنه یې د هیواد ټولو وګړو دنده او مسؤولیت دی، ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي چې له ټاکلي اندازي څخه ډیر وزن بار نه کړي او د سړکونو ساتنې ته چې د هېواد له ملي بودیجې څخه په لوړ لګښت رغول کېږي په کلکه پاملرنه وکړي.»

په تېرو شلو کلونو کې سلګونه کیلومتره سړکونه ورغول شول؛ خو د بېلابېلو لاملونو له مخې یاد سړکونه اوس له منځه تللي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button