ننګرهار کې د ګلابو کرکېله زیاته شوې ده

عزم(دوشنبه، ۳۰، وری ۱۴۰۰):  د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې سږکال د ګلابو کر او حاصلات ډېر شوي دي.

د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله ساپی وایي، چې د ننګرهار د درېیوو ولسوالیو په ۵۱۰ جريبه ځمکه د ګلابو بڼونه دي، چې له دې ډلې۴۲۰ جریبه په دره نور او ۹۰ جریبه یې په اچین او سپین غر ولسوالیو کې کرل شوي، چې له دغو کروندو څخه ۱۳ مېلیونه او ۸۶۰ زره افغانۍ ترلاسه شوي دي.

د ساپي په خبره، د ګلابو هر جریب ځمکه په اوسط ډول تر ٧٠٠ کیلو ګرامه ګلانو حاصل ورکوي، چي د وري میاشت کې په ګل ورکولو پیل کوي او ٣٥  ورځې ګل ورکوي چې سهار وخته تري ګلان راټولېږي.

«ګلاب د ننګرهار په هغو ولسوالېو کې ښه نتیجه ورکوي، چې هوا یې یخه او د بحر د سطحې څخه یې لوړ والی زیات وي.  د ګلابو په دې کروندو کې، یوشمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. له دې ګلابو په کور دننه له سوچه عطرو سربېره د ګلابو خوله او ګن شمېر نور محصولات جوړېږي چې بیا نړیوالو بازارونو ته هم صادرېږي.»

دی وايي، په ننګرهار کې د ګلابو د عطرو دوه فابریکې کار کوي، چې له ځایي بزګرو څخه ګلاب اخلي؛ یوه په جلال اباد کې ده او بله په دره نور ولسوالۍ کې ده.

«په جلال اباد کې د اورځلا د عطرو فابریکه ده، چې د ګلابو او نارنجو عطر جوړوي. همدارنګه د افغان رووز د ګلابو اوبو (ګلابو عرق)  یوه کار خونه د ګلابو د پروسس په برخه کې کار کوي.»

د افغان رووز د کارخونې مسوول محمد اکبر مومند وايي، له اچین، دره نور او سپین غر ولسوالیو کې څخه هره ورځ ٧٥٠  تنه بزګران ورته د ورځې شپږ  ټنه د ګلابو ګلان راوړي او دوی یې پخپله کار خونه کې پروسس کوي او  د ګلابو اوبه ترې باسي.

د مومند په خبره، د ننګرهار ولايت Afghan Rose فابريکه کې هره ورځ په اوسط ډول شپږ ټنه ګلاب د عطرو جوړولو په موخه پروسس کيږي. تېر کال يادې فابريکې ته بزګرانو ۲۵۰ ټنه ګلاب ورکړي، چې ترې ۲۵۰ زره لېتره د ګلابو اوبه توليد شوي دي. د ګلابو اوبو څخه د عطر جوړولو ترڅنګ د معدې، هاضمې او سترګو درملو، خوراکي او سينګار توکو کې هم کار اخیستل کيږي.

په ننګرهار کې د نارنجو او ګلابو عطر اوسمهال ډېر مشهور شوي او خپل تولیدات د نړۍ ګڼو هېوادونو هم صادروي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button