«په هېواد د غوا او وریو د غوښې کلنی تولید یو نیم مېلیون ټنو ته رسېدلی»

عزم(دوشنبه، ۳۰، وری ۱۴۰۰):  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست له خوا راټول شوې شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یومیلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د شمېرو له مخې د تولید شوو غوښو له ډلې ۹۱۲ زره او ۳۸۷ مټریک ټنه یې د غوا غوښه او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ مټریک ټنه نور یې د وزې او وریو غوښې دي.

«کابل د غوښې د تولیدوونکو او مصروفوونکو ولایتونو د نوم لړ په سر کې ځای لري. پرو سږکال په پلازمېنه کې ۲۶۴ زره او ۳۶۵ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده. دغه راز تر کابل وروسته، بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار هم د غوښو عمده تولیدوونکي او مصرفوونکي ولایتونه دي.»

د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه د غوښینو غواوو، وریو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه شته، چې له دې ډلې یوزرو ۶۲ یې د غوښینو غواوو فارمونه، ۹۳۲ یې د وریو د پالنې فارمونه او ۹۵۶ یې د وزو د پالنې فارمونه دي. دمګړۍ په کورنیو بازارونو کې د غوا او وریو یوکیلو غوښه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې وزارت د غوښې د تولید د معیاري کولو په پار په یوشمېر ولایتونو کې ستر او معیاري مسلخونه جوړ کړي دي. دا مسلخونه، د کابل، بلخ او هرات په ولایتونو کې جوړ شوي دي، چې هر یوه یې په یوه وخت کې د یوزرو ۵۰۰ وریو او وزو او دغه راز د ۳۰۰ غواوو د حلالې وړتیا لري. د دغو مسلخونه جوړول، د سړکونو پر غاړه د کورنیو څارویو د ذبحې د مخنیوي او په قصابیو کې د حفظ الصحې د رعایت په برخه کې مرسته کړې ده.

د کرنې وزارت داسې مهال د غوا او وریو د غوښې د تولید د زیاتوالي خبره کوي، چې لا هم هېواد ته هره ورځ بې‌کیفیته او حلال شوي څاروي راوړل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: