په اوسني مبهم حالت کې باید څه وکړو؟

عنایت الله خاموش
په دې وروستیو کې له کله چې د امریکا جمهور رئیس له افغانستان څخه د خپلو اشغالګرو ځواکونو د بهر کولو پرېکړه کړي او ویلي يي دي چې د راتلونکې سپتمبر تر ۱۱ مې به له افغانستان څخه خپل ټول اشغالګر ځواکونه وباسي؛ ور سره جوخت د اوسني ګوډاګي رژيم په چارواکو وېره ګډه شوي. په داسې حال کې چې د اشغالګرو په هر اړخیزو مرستو ولاړ د کابل رژيم وروستۍ سلګۍ وهي او په مشرانو و نورو ټيټ پوړو يې وېره ګډه شوي، مورال بایللي عسکر يې جوپې- جوپې د تسلیمېدو په حال کې دي او ځينې نور يې د مقاومت پر مهال د وژلو؛ اوس د کابل رژيم د دې لپاره چې خپلو ترهېدلو عسکرو او وېرېدلو کارمندانو ته د کار کولو روحیه ورکړي او له تېښتي يې راوګرځوي، په نوې بڼه تبلیغات پيل کړي او غواړي له دې چل څخه په استفاده خپل ترهېدلي عسکر او نور کارمندان له تېښتي را وګرځوي.
د کابل رژيم چې ټول عمر يې په دروغو، بې ځایه او غولونکو تبلیغاتو، د عام ملت په وینه زبېښلو او د اشغالګرو مرستو ته په تمه تېر کړ؛ په اوسني مړاوي حالت کې له یوې افغانستان ته د نورو اشغالګرو د راوستلو هڅې کوي او بل لور ته د خپلې بقاء لپاره د افغان ملت تر منځ د کرکې تخمونه ښندي. په دې توګه دوی غواړي هم افغان ملت له یووالي را وګرځوي، هم مقابل لورې ته د خپلو پلویانو د ور اوښتلو مخه ډب کړي او هم داسې یو حالت رامنځته کړي چې افغانستان له تلپاتې ثبات، سولې او امنیت څخه بې برخې کړي. دوی اوس هم لا په دې لټه کې دي ترڅو په یو ډول نه، یو ډول هغه کسان چې په دې وروستیو کې د دوی له لیکو څخه بېلېدونکي او مقابل لور ته اوښتونکي دي د اخطار ورکولو پواسطه خپل اړخ ته ورمات کاندي.
دوی اوس هم لا په دې تمه دي چې مقابل لوری به يې په داسې حال کې د دوی غوښتنې ومني او لبیک به ورته ووايي چې شل کاله يې د دوی او د دوی د ملاتړو اشغالګرو په وړاندې مقاومت کړی او همېشه يې د خپلو ارزښتونو په ساتلو ټينګار دی. طالبان چې شل کاله يې کابو له ټولې نړۍ سره ډغره ووهله او د هیڅ زور و زر په مقابل کې له خپلې مبارزې په شا نشول؛ ایا اوس به دومره په اسانه له خپلو غوښتنو تېر او د کابل رژيم په خوښه به خپلې ټولې لاسته راوړنې په سیند لاهو کړي؟ او د لنډ مهاله موقف په خاطر، هغه هم داسې چې هیڅ باور نشته چې خپل دښمنان به يې په ټول زور و قوت له پښو وغورځوي او لکه د حکمتیار په څېر به يې تر یوه دفتر محدود کړي، به د کابل له داسې رژيم سره یو ځای شي چې ټوله تکیه يې پر بهرنیانو ده؟ نه او هیڅ کله هم نه.
کله له یوې خوا د کابل رژيم په دغه اوتو- بوتو لګیا او په دې تمه ده چې طالبان به ورته تسلیم او د دوی غوښتنو ته به لبیک ووايي؛ بل پلو ته طالبان هم په خپل ټول قوت کوښښ کوي ترڅو د کابل رژيم د خپل زور او فشار له لارې د خپلو غوښتنو منلو ته را مات او دېته يې چمتو کړي ترڅو په هیواد کې د نورې وینې بهېدنې د مخنیوي په خاطر له خپلو شیطاني غوښتنو او واک له لېونۍ مېنې تېر شي. لنډه دا چې اوس دواړه لورې د یو- بل د ماتولو، تسلیمولو او له خپلو اهدافو څخه د تېرولو لپاره کوښښ کوي او افغانان يې اوس مهال په ګنګس حالت کې راوستلي.
د افغانستان اوسني حالت ته په کتو هیڅ پرېکړه نشي کېدای چې د افغانستان راتلونکی به څنګه وي او وګړي به يې لا تر کومه پورې کله د امریکا او غرب د امنیت په بهانه، کله د کورنۍ و نیابتي جګړې د مهارولو په بهانه او کله هم د ارزښتونو د ساتنې په بهانه د پردیو ارزښتونو د ترویج لپاره لا نورې قربانۍ هم ورکړي؟ نو افغانستان اوسمهال د خپلې معضلې د حل په یو ډېر بد او ګنګس پړاو کې قرار لري. که چېرته په هیواد کې شته هغه وګړي چې ځانونه نخبه ګان ګڼي، له خپلو شخصي ګټو تېر او د افغان حقیقي ارزښتونو، کلتور، ملي ګټو د خوندیتوب او په یوه غږ د راتلونکي افغانستان د ابادۍ لپاره سره یو نشي؛ افغانستان به له یوه ډېر بد ناورین سره مخ شي چې بیا به يې مهارول لکه د تېر څلوېښت کلن بحران یو ځل بیا د لکونه افغانانو په وژنه، معلولېدنه او دربدره کېدنه منتج شي. چې پړه به يې بیا هم د افغانانو پر غاړه وي او قیمت به يې هم دوی پرېکوي. نو اوس لا لومړی وخت دی چې باید د سوله ییز، د خپلو حقیقي ارزښتونو او کلتور ساتونکې، او پرمختللي افغانستان لپاره سره یو ځای او نور ځانونه په پردیو او خپلو شخصي ګټو پورې وابسته نه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: