یا موږ سره یا دښمن سره: غني هم د بوش په لار روان شو

خط اول

وروسته له هغه چې د امریکا جمهور رئیس له افغانستان څخه د روان ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر ۱۱مې پورې د خپلو عسکرو د ستنولو پرېکړه وکړه او په افغانستان کې یې د پوځي مداخلې د نه کولو ژمنه وکړه؛ ور سره جوخت، د ارګ د مشر په ګډون ځینو چارواکو غبرګونونه وښوول او اوس هغه د چا خبره کله په یوه، کله په بله ځغلي او د خپلې بقاء لپاره لابي کوي.

 کله چې جوبايډن خپله پرېکړه اعلان کړه، د ارګ له لورې په لومړي غبرګون کې یې – که څه هم ښه خفه و او د خپل زوال خوب یې رښتیا کېدو ته نږدې شو- د بایډن دې پرېکړې ته د درناوي او هرکلي سر وخوځاوه. بیا یې وروسته د دې لپاره چې خپلو عسکرو ته مورال ورکړي او یا یې له تېښتي راوګرځوي په دې ډول خپلو تبلیغاتو ته کش ورکړ چې ګواکې که امریکا او متحدین یې له افغانستانه خپل عسکر وهم باسي؛ مګر د عسکرو تنخواه ګانې به ورکوي او د هغوی تجهیزاتي مرسته به کوي. امریکا د کابل حکومت د عسکرو په هر اړخیز اکمال کې رغنده رول لري او که د امریکا مالي او تجهیزاتي ملاتړ ورسره نه وي، په کم وخت کې یې د تارومار کېدو او منحل کېدو امکان شته.

دوی په داسې حال کې د خپلو ځواکونو د خودکفايي لاپې وهي چې هره میاشت یې کابو سلګونه عسکر د معاشونو د نه ورکړي له کبله خپلې دندې پرېږدي او طالبانو ته تسلیمېږي.

سره له دې چې دوی پوهېږي، چې نور یې په خپلو عسکرو کنترول له لاسه ورکړی او همغسې چې امریکایانو کنترولول، دوی یې نشي کنترولولای او ژر ده چې دغه د ملي(!) اردو، پولیس او امنیت کارمندان به هر یو د خپل سیمه ییز مشر تر شا درېږي، خپل مافیایي بانډ به بیا فعاله کوي او جمهوریت ته به شا ګرځوي او یا به هم د معاشاتو د نه ورکړي له کبله مجبور وي ترڅو خپلې وسلې خپلو مخالفینو ته وسپاري او په بدل کې یې څه نغدي مرسته او د سر امن ترلاسه کړي؛ مګر دوی بیا هم له مختلفو لارو په استفاده کوښښ کوي ترڅو د دغه ناورین مخه ونیسي او افغانستان ته د هغه هیوادونو پام راواړوي چې په افغانستان کې نیابتي جګړې ته لمن وهي او غواړي د افغان جګړې له لارې خپل مخالفین زیانمن کړي. ځکه خو کله د دې لپاره چې د چین مرستې را جلب کړي، د رسنیو له لارې دا اعلان خپروي چې هند په افغانستان کې پانګونې او د عسکرو مالي ملاتړ ته ټټر ډبولی او کله بیا برعکس د هند د مرستو د جلب په خاطر د چین په حق کې دغه خبره کوي ترڅو هند د چین له خاطره د افغانستان سیاسیون د ځان کړي او د چین پښې ور پرې کړي. لنډه دا چې د افغانستان اوسني سیاسیون او د واک لیوني، کوښښ کوي په یو نه، یو ډول د سیمه ییزو ښکېلو هیوادونو مرستې را جلب او د ځان ملګري کړي او دوی یې بیا په بدل کې په افغانستان دننه د هغوی د ګټو د خوندیتوب په موخه جګړه وکړي( دغه کسان چې د پردیو مرستو راجلبولو ته پلانونه جوړوي، هم په یوه خوله نه دي، ځینې د یوه او ځینې د بل هیواد لپاره کار کول غواړي).

تر ټولو بده یي لا دا چې اوس یې یوه بله حربه هم په لاره اچولي او هغه دا چې غني او ډله یې اوس غواړي د ۲۰۰۱ کال د بوش د واکمنۍ د مهال سناریو وکاروي او هغه دا چې اوس یې د هیواد په سیاسونو د فشار واردولو په توګه غږ کړی چې د جمهوریت صف ته راشئ او یا هم د دښمن. ده چې وړمه ورځ یې په یوه غونډه کې وینا کوله، خپلو نظامیانو ته د دې موخې لپاره لاپه ووهله ترڅو هغوی د یو-بل په تقابل کې راولي او د ګواښ په صورت کې یې له یو- بل سره وجنګوي.

اوسنیو واکمنو داسې وخت کې دا خبرې برسېره کړې چې، نه یوازې د دوی او نورو سیاستوالو ترمنځ د سولې او نورو لویو مسایلو په اړه پراخ اختلاف شته، بلکې دوی خپله هم پر سوله او ځینو نورو مسایلو ژور اختلاف لري او ناندرۍ یې رسنیو ته هم را ایستل کېږي.

په داسې حساس وخت کې د غني او ډلې له لورې یې، د بوش سناریو کارول او سیاسي مخالفین په زوره او د تهدید په صورت کې له ځان سره ملګري کول به نه یوازې د جمهوریت ستنې لړزاندې او ماتې کړي او د جمهوریت خش و خاشاک به په اور وسوځي؛ بلکې له جمهوریت سره دخلکو کرکه به لا زیاته کړي، د دوی د مخالفینو پله به درنه کړي. دوی به بیا د بهر هوټلونو ته احتیاج وي او بالاخره به په خپلو کې لکه د نویمې لسیزې د لومړۍ نیمایي په څېر په جګړه او د یو بل وژلو ته چاړه په لاس شي. د دوی دغه حالت به یو وار بیا طالب ته چانس ورکړي چې، که وغواړي، په کم وخت کې موانع لیرې کړي، په یوه واحد افغانستان کې اسلامي نظام په پښو ودروي، او د افغانستان زعامت به په داسې توګه په لاس کې اخلي چې ټوله نړۍ به یې هم په رسمیت پېژني او خپله خپلواکي او استقلالیت به یې هم ساتلی وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button