خپلمنځي جګرې يعني څه؟

عبد الرقیب رقیب

کله چې له افغانستانه د امریکایانو او نورو یرغلګرو د ویستو خبره وشي نو له ځینو خولو د «خپل‌منځي جګړو» اندیښنه څرګنده شي. له دې عنوان سره د عامو افغانانو ذهن د امارت جهاد ته ځي او فکر کوي چې همدغه جهاد خپل‌منځي جګړه ده!.

نو راځئ حالاتو او حقائقو ته په کتو سره معلومه کړو چې له خپل‌منځي جګړو نه د دوی هدف څه ده؟

لومړی به څو مقدماتي خبري وکړو.

د طالبانو لومړی تحریک د خپل‌منځي جګړو او ملوک الطوائفي له مینځه وړلو لپاره وشو چې په هماغه مدعی کې ملت او نړۍ ته رښتوني ثابت شوو؛ د قدرت ټولې جزیرې یې محو کړلې او هیواد یې تر یو بیرغ لاندي یو موټی کړ.

د امارت دوهم جنګ د یرغلګرو او د هغوی د مزدورانو خلاف اعلان شو ترڅو خپل هیواد ته استقلال او هراړخیزه ازادي ترلاسه کړي او مکمل اسلامي نظام ته لاره خلاصه کړي.

طالبانو په تیرو دوو لسیزو کې سخت او پیچلي جنګونه کړي او په دې خبره ایمان لري چې څو پوري یرغلګر دلته وي، دوی به جنګ ته دوام ورکوي.

پورتنیو ټکو ته په کتو، ویلای شو چې څوک د یرغلګرو له وتلو سره د خپل‌منځي جګړو ویره اظهاروي نو هدف یې د یرغګرو او د هغوی د نوکرانو خلاف د امارت جهاد نه دی؛ ځکه جهاد خو د یرغلګرو په وتلو سره نه پیلیږي بلکې د هغوی د پاتیدو سره لا دوام کوي، لکه تیري دوه لسیزي چې یې دوام وکړ؛ د یرغګرو په شتون کې جهاد یقیني او عملي دی اما د وتلو وروسته یې د توقف چانس شته. بله دا چې طالبانو ثابته کړې ده چې خپل‌منځي‌ جګړې له مینځه وړلای شي، نه دا چې پیلوي یې. او د یرغګرو خلاف جګړې که خپل‌منځي وي نو خو د یرغلګرو له راتګ سره پیل شوي دي بیا یې څنګه د یرغلګرو وجود د مخنیوي سبب شي؟!

دا هم نه‌شي کیدلی چې له هغې خپل‌منځي جګړې نه دي د دوی هدف د امارت او کابل ادارې ترمنځ جګړه وي چې دوی یې د یرغګرو د وتو په صورت کې پیش‌بیني کوي؛ ځکه د امارت په مقابل کې د کابل اداره خو د جنګ لپاره ایجاد شوې او اکمال شوې ده، د کابل ادارې هدف د امارت په وړاندي سنګر نیول ده او دوه لسیزې یې په وړاندي جنګیدلې هم ده، زرګونه عسکر یې د واشنګټن او نیویارک د ساتنې په موخه د امارت سره په جنګ کې وژل شوي او مفکر جمهور رئیس یې په وژلو افتخاري وینا وکړه؛ نو څنګه به داسي ستر عملي حقیقت د اندیښنې په توګه یادېږي؟!

ښکاره خبره ده چې له خپل‌منځي احتمالي جګړو نه د دوی هدف د جمهوریانو یا د ډیموکراسۍ د بنده‌ګانو ترمنځ جګړې دي؛ شنونکي باور لري چې د یرغګرو له وتو وروسته همدغه اجیران د هغوی پراشوټي قانون ته ژمنتیا نه ساتي، هره ټولګۍ به خپلې ګټې او خپل قدرت ته په کتو اقدام کوي؛ د دوی باور دی چې د یرغګرو له وتو وروسته به د یرغګرو اجیران د دوو لسیزو یرغلیزې خوارۍ په اوبو لاهو کړي او په پراشوټي ارزښتونو به پښه کیږدي لکه څنګه چې یې د یرغل په دوران کې د قدرت او پیسو لپاره اسلامي او افغاني ارزښتونه ترپښو لاندي کړل!.

امریکا طالبانو ته ومنله چې افغانستان به په یوکال کې پریږدي؛ امریکا فکر کاوه چې په یاده موده کې خپل اجیران تر یو ځغ لاندي کتارولای شي، بیابه د امریکا له اهدافو نه دفاع ته کار ووایې. خو امریکا او ټول یرغلیز ملګري یې د خپلو نوکرانو له اجماع جوړولو عاجز شول؛ ځیني ورنه الوتکې ولي او ځیني نور ورباندي غورځنګونه کوي، ځیني د نظام یوڅه بدلون غواړي او ځیني نور بیا بالکل د ټاکنو د سیستم لغو کیده‌م مني، آن د طالبانو سره د ناستې لپاره‌م په یوه طرحه ورټول نه‌شول، تردې چې ځينو یې د امریکا له‌خوا ورکړل شوې کړنلاره هم کراس کړه او د هغوی طرحې ته انقیاد یې ونه‌ منل؛ ځکه د دوی باور شو چې امریکایې ډالر بندیږي، امریکایې بیرغ یې له سره کوزیږي؛ په دې حالت کې نو هریو کوشش کوي چې د مرګ په بدل ارګ ته سوړه وکړي او خپل قدرت ته دوام ثابت کړي، دغو موږکانو دوه‌نیمې لسیزې مخکې هم کټ مټ همدغه خیانت ترسره کړ، د امریکا او روس له وتو وروسته یې په افغان ملت خوله ولګوله، هیواد یې ټوټه ټوټه کړ، ولس یې ترستوني کړ، عزتونه او مالونه یې لوټ کړل، هره دره پاټګ وه او هر پاټک له بشري سپیو او خبیثو شادوګانو ډک و!.

کله چې د امریکا فرضیه باطله شوه نو له تړونه شاته شوه، اوس کوشش کوي چې د وتو وخت وغزوي ترڅو د خپلو اجیرانو لپاره یو داسي حالت تثبیت کړي چې تپل شوي نظام او پراشوټي قانون ته ژمن وه‌اوسي؛ امریکا طالبانو ته تسلیم کړې وه چې راتلونکی نظام دي اسلامي شي او دوی پکې مداخلت نه کوي، یعني منلې یې وه چې د کلسټرو په زور راغلی نظام اسلامي نه دی، افغانان کولی شي خپل نظام په خپله خوښه جوړ کړي؛ خو دا چې امریکا د دې نظام لپاره لسیزې خوارۍ او مصارف کړي دي په دومره سادګۍ ورنه لاس نه اخلي، امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې د دوی پلان شوی قانون او تپل شوی نظام سقوط شي او ځای یې سوچه اسلامي نظام ونیسي؛ نو یې د پردې شاته خپلو اجیرانو ته وظیفه ورکړې وه چې د افغانانو په نوم به له طالبانو سره (په یوه خوله) ډغري وهي او له امریکایې نظام نه به دفاع کوي؛ اوس د اجیرانو له حالاتو امریکا او ټولو د نظر څښتنانو معلومه کړه چې د امریکا له وتلو وروسته د دې جوګه نه دي چې له امریکایې نظام نه په ګډه دفاع وکړي، نه په سنګر کې متحد پاتیدلی شي او نه د میز پر سر یوه خوله لري؛ نو امریکا بیا مجبوریت احساس کړ چې د خپل نظام د ساتلو په خاطر سپین‌سترګي وکړي، تعهد مات کړي او مات شوي یرغل ته دوام ورکړي.

  خو حقیقت دا دی چې طالبانو له دې مخکې د امریکا نوري فرضیې هم باطلې کړې دي، امریکا د یرغل په لومړیو کې افغانستان خوږه ګوله وبلل، غوښتل یې ترسینه یې لاندي کړي او د ټول وخت لپاره یې مستعمره کړي، خو طالبانو ورته طالباني سوک ورکړ، افغان خاوره یې ورته ډبه‌یز ماین کړه؛ هغه وه چې امریکا خپله سینه لیږ پورته کړه.

 امریکا په دوهم قدم کې غوښتل د طالبانو ترمنځ په درز پیدا کولو سره هغوی ضعیف کړي او بیا خپل اشغال ته دوام ورکړي، خو طالبانو یې هغه کره هم په پرښه کړه. بیا امریکا د داعش شاته تکیه شوه، هغوی ته یې ټیله ورکړه ترڅو طالباني سرخوږی ورباندي محو کړي، خو طالبانو داعش ته هم داسي درس ورکړ چې بیابه د افغانستان نوم وانه‌خلي.

 بیا امریکا وغوښتل چې افغانستان تجزیه کړي؛ د افغاني پرګنو ترمنځ یې د نفاق لکۍ ووهله او بیایې موازي حکومتونه ورته جوړ کړل ترڅو افغانستان په شمالي او جنوبي افغانستان وویشي او بیا د خپل سوک لپاره نوک ځای کړي، مګر طالبانو د افغان مؤمن ولس خصوصًا د دري‌زبانو وروڼو په مټ همدغه حربه هم شنډه کړه، امارتي قواوي یې شمالي ته واړولې آن هغو ولایتونو ته یې هم خپل تعرضونه ورسول او فتوحات یې ترسره کړل چې د امارت په لومړۍ دوره کې هم ورته نه و رسیدلي، دا هرڅه د شمالي وروڼو په مټ وشوه، هلته دوه ځلي کندوز فتح شو، په پنجشیر کې بریدونه او فتوحات وشول، د هزاره قوم نه امارتي ګروپونو رسمي او ډاګیز فعالیت پیل کړ او داسي نور…

 امریکا په دغه پلان کې هم خپله ناکامي احساس کړه نو یې وغوښتل چې ځان وباسي خو خپله وظیفه اجیرو ګوندونو ته وسپاري، اوس نو هرچاته ثابته شوه چې ګوندونه د ټینګې نه دي د دې ترڅنګ چې د طالبانو سره د مخامخ‌کیدو توان نه لري دا هم یقیني ده چې خپل‌منځي جګړې به هم سره وکړي نو امریکا بیرته یو قدم شاته لاړه، غواړي چې د تعهد خلاف یوڅه وخت دلته پاتي شي، پلمه دا کوي چې افغانان له خپل‌منځي جګړو ساتي یا د اجیرانو په تعبیر غواړي مسؤلانه ووزي، لکن هدف یې دا دی چې دلته یوه بله لوبه ترسره کړي یا اقلًا خپل نوکران په یوه رسۍ سره وتړي. ان شاء الله چې ایماني ګوزار به همدغه سلاسل هم سره پاشي او مؤمن افغانستان به خالص اسلامي نظام او سپیڅلي قراني قانون ته تسلیموي. وما ذلک علی الله بعزیز.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: