په اسلام کلا ګمرک کې ۳ زره درول شوي موټر خوشې شول
عزم(سه شنبه، ۳۱، وری ۱۴۰۰): د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دې خونې، د هرات د ولایت مقام او د ګمرک ریاست په هڅو د اسلام کلا په ګمرک کې ۳ زره درول شوي موټر خوشې شول.
د هرات د سوداګرۍ خونې مشر یونس قاضيزاده وايي، په دغه ودرول شوو موټر کې بېلابېل سوداګریز توکي بار وو، چې ټولو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.
دی وايي، د اسلام کلا ګمرک په څېر د اور لګېدنې د تکرار د مخنیوي او لا زیاتو اسانتیاوو لپاره د اسلام کلا ګمرک له صفري نقطې څخه د دوی اصلي تمځایونو ته د تېلو او غازو لېږدوونکو موټرو لپاره جلا لاره هم پرانیستل شوه.
د قاضيزاده په خبره، د صفري نقطې څخه د تېلو او ګازو لیږدوونکي ګاډي جلا شوي او د دوی د تمځای ځایونه د وتلو دروازې ته نږدې ټاکل شوي دي.«دا کولی شي د لوی ناورین مخه ونیسي. د اوبلن غاز لېږدوونکو موټرو لپاره د جلا لارې او جلا تمځایونو جوړول د ګمرکي اسنادو طی مراحل بهیر کې ستونزې راکموي.»
د هرات د ګمرکونو رییس نثار احمد ناصري وايي، هڅه کوي چې په جدي ډول هغه ستونزې چې په دې ګمرک کې رامنځته شوې دي له منځه یوسي او د اسلام کلا ګمرک وضعیت د ښه کولو لپاره یې ځینې وړاندیزونه کړي دي، چې ډېر ژر به پلې شي.
د اسلام کلا ګمرک د هېواد له مهمو ګمرکونو څخه دی، چې له دې لارې ډېر تېل، غاز او نور توکي واردېږي. په دغه ګمرک کې د ستونزو له امله په ټول هېواد کې د تېلو او غازو په بیو کې زیاتوالی هم راځي.
تېره میاشت په دغه ګمرک کې اورلګېدنې ګڼو سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان واړاوه، خو حکومت تر اوسه هېڅ سوداګر ته هم څه نه دي ورکړي.