ملګري ملتونه: د استانبول ناسته تر نامعلومې نېټې ځنډول شوې ده

عزم(چهارشنبه، ۰۱، غويي ۱۴۰۰): په کابل کې د ملګرو ملتونو ساسي استازولي«یوناما» وايي، د ترکیې ناسته تر نامعلومې نېټې ځنډول شوې ده.

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په پام کې لرله، چې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۴مه  ناسته وکړي. «د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۱مه – ترکيې، قطر او ملګرو ملتونو په پام کې لرل چې په ګډه د ۲۰۲۱ کال د اپریل میاشتې له ۲۴ څخه د مې میاشتې تر ۴مې پورې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د لوړې کچې یو جامع کنفرانس په استانبول کې ترسره کړي چې په دوحه کې د تير سپټمبر په میاشت کې پیل شوې خبرې اترې ګړندۍ او په افغانستان کې یوه عادلانه او تل پاتې سوله رامنځ ته شي.»

د خبرپاڼې له مخې، دغه ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو برابرېدو په پار ځنډېدلې ده. «وروستیو تحولاتو ته په کتو، او له ښکیلو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته، موافقه وشوه چې کنفرانس وروسته نیټې ته و ځنډول شي، تر څو شرایط ښو پر مختګونو ته برابر شي.  ترکیه ، قطر او ملګري ملتونه به په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خپلو هڅو ته په کلکه دوام ورکړي.»

افغان حکومت هم مني، چې دغه ناسته د طالبانو د نه ګډون له امله ځنډېدلې ده. له بل لوري د ترکیې حکومت وايي، کېدای شي د ترکیې ناسته د روژې میاشتې وروسته ترسره شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button