طنز: د باچا نوې جامې

د یو ظالم باچا کيسه ده چې ټول عالم ترې په عذاب و، نو یوه درزي (خیاط) وپتېیله، چې د دې غم نه به خلک خلاصوي، بس آوازه یې خپره کړه، چې یو ډېر قابل او نادر درزي ډنمارک ته راغلی دی. باچا خلک پسې واستول، چې دربار ته یې حاضر کړي او هلته یې تر عتاب لاندې ونیو، چې د لایقۍ دروږه دې زما په ټول قلمرو کې خبره ده، نورو ته جامې ګنډې او زما د دربار نه ډډه کوې، درزي ورته وویل، چې زه نه پوهېدم چې باچا به زما جامې خوښې کړي، خو اوس خدمت ته حاضر یم او داسې جامې به درله وګنډم چې په هیڅ قلمرو کې لیدل شوې نه وي، دا به داسې جامې وي، چې یوازې هوښیاران به یې کتی شي او احمقان به یې نه شي لیدی…
نو بېا شپږ میاشتې تېرې شوې، هره ورځ درزي دربار ته ورتلو او د باچا د قد او اندام کچ مېچ یې اخیسته. بېا یې نو د جامې په سکڼلو او ګنډلو شروع وکړه. مګر باچا تعجب کاوه، چې درزي لګیا دی خو دی د جامې ټوکر یا ټوټه نشي لیدلی. هېڅ یې نه ویل، وېرېده چې احمق ښکاره نشي. بل سهار چې د باچا د تاج پوشۍ کلیزه وه. درزي په بیاتي او ستن و تار جامو ته پرداز ورکړ او د باچا په تن یې واچولې. په ښار کې ګڼه ګوڼه وه، سپاهیانو د ولس ټول واړه او زاړه د باچا د لیدو له پاره د ښار میداني ته راکش کړي وو. په همدې کې باچا د نوو جامو سره راووت. وزیرانو له وېرې څه نشو ویلی، ځکه ټول خبر شوي وو، چې احمقان یې نشي لیدلی. باچا پاس په چوتره باندې ودرېده او ټول ولس یې ننداره کوله او له ډاره یې لاسونه پړقول. د یوه سړي په اوږه ماشوم سپور و، هغه چې دا صحنه وکتله؛ نو یې چیغې کړې: هله، د باچا خو لوڅ لغړ دی. ورو ورو ګنګوسې شوې او هر یوه به بل ته ویل چې باچا لوڅ دی. د باچا چې ځانته پام شو، نو په تېښته کور ته او له هغه ځای نه بل وطن وتښتېده او د خیاط په دې کامیاب تدبیر سره یاد ولس له ظالم باچا نه خلاص شو.
ژباړه: سعدالدین شپون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: