طنز: مبارکي

یو تن چې په لویه دولتي څوکۍ کېناست او ستر معاش یې ومونده؛ نو ملګري یې پرې خوشحاله شول او ټول په ګډه د مبارکي ورکولو له پاره دفتر ته ورغلل.
هر یوه مبارکي او یوه، یوه ګلدسته په کاري مېز ورته کېښوده؛ خو ده له ټولو مخ وګرځاوه او د هغوی له پېژندلو یې انکار وکړ.
ټول ملګري یې لاړل؛ مګر په کونج کې یو تن لا ولاړ و، چې د ده سترګې پرې ولګېدې؛ پوښتنه یې ترې وکړه: ته د څه شي له پاره راغلی یې؟
هغه سړي ځواب ورکړ: «د افسوس او تعزیت له پاره؛ اوریدلي مې دي، چې ته ړوند شوی یې؛ نو ځکه دې د سختو ورځو ملګري نن و نه پېژندل».
ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button