حېرانونکې څېړنه: (سترګې ستاسې د شخصیت په اړه غږیږي)

عزم (جمعه، ۳ غویي، ۱۴۰۰): سترګې چې د انسان د ښکلا، جذباتو ښودنې او روان حالت ښه ترجماني کوي؛ ان که چېرې د خبرو پر مهال د انسان ټولې څېره نه وینو او یوازې سترګې یې روښانه وي؛ په اسانه معلومولی شو، چې هغه خوشحال دی، خفه دی، فکرمند دی، غوسه ورغلې، رښتیا وايي، درواغ وايي، حقیقت پټوي، درد بیانوي او یا په کوم بل حالت کې دی.
سترګې د جوړښت او رنګ له مخې ډېر ډولونه لري؛ چې دلته به یې ځینې سترګې او په شخصیت پېژندنه کې د مرستې په اړه څو نوې خبرې وکړو او دا به واضحه کړو، چې د کوم ډول سترګو څښتنان څه ډول جذبات، احساسات، خواص او عادتونه لري.

بادامي سترګې
د بادامي سترګو درلودونکي انسانان (نارینه او ښځینه) په عامه توګه د نرم طبیعت درلودونکي وي، دا ډول خلک له نورو سره مینه لري او د هغوی د غمونو او دردونو په زغملو او ختمولو کې مرسته ورسره کوي.
خو یوه ستره ستونزه دا ده، چې د دا ډول سترګو درلودونکي انسان په جذباتو او احساساتو پوهېدل ډېر سخت وي.

کوچنۍ سترګې
د کوچنیو سترګو درلودونکي کسان خپل ځان ته ډېره پاملرنه کوي، د دا ډول سترګو درلودونکي ژوند ته په تنقیدي او جدي توګه ګوري او د هر شي په اړه تشریح غواړي.
خیالات یې ځانګړي وي او په ملګرو کې د ډېر ذهین او غښتلي انسان په توګه ورته کتل کیږي، چې له امله یې هغه ته خپل مشکلات د حل له پاره ور وړي. د دوی لید د سترګو برعکس ډېر لوی او پراخ وي.

غټې سترګې
د غټو سترګو لرونکي تل د نورو د پاملرنې وړ ګرځي، د دوی مزاج او طبعه ډېره ښکلې، نرمه او مینناکه وي، خو په خپلو چارو کې بې شرمه هم دي.
د دوی د ملګرو او کورنۍ دایره یې کوچنۍ وي او زیات دوستان نلري؛ خو څوک چې هم په ملګرتیا نیسي، هغه ضرور غوره کس وي؛ ځکه دوی په ټاکنه او انتخاب کې د بل هر ډول سترګو له لرونکو نه ډېر ځیرک وي.

ژورې سترګې
د ژورو سترګو درلودونکو په اړه ویل کیږي، چې همېشه په (پټو او خلاصو) سترګو خوبونه او خیالونه ویني، په خپلې دنیا کې خوشحاله ګرځي.
دوی خپله هم ډېر مینناک دي او له نورو هم دغه تمه له بل هر چا زیاته کوي. د ژورو سترګو لرونکي خلک له دوستي او پېژندنې وروسته خپل ټول رازونه نورو ته وايي او د اعتبار کولو کچه یې له بل هر چا زیاته وي.

ګردې (دایروي) سترګې
د دایروي او ګول سترګو انسانان د تخلیقي او هنري صلاحیتونو درلودونکي وي، هغوی ښایسته هنر پنځولی او ښه اختراع کولی شي.
جذباتي او احساساتي دي. کله ناکله یې له خولې بې خونده او تېزه خبره هم راوځي؛ خو په لویو غونډو کې ډېر ژر د نورو پاملرنه ځانته را اړولی شي. یوه بله ښېګڼه چې د دا ډول سترګو لرونکو سره ده؛ بښنه ده، دوی ژر بښنه غواړي او ژر بښنه کوي.

تورې سترګې:
تور سترګي وګړي د یخې هوا خوښونکي دي، او په ګرمه هوا کې هم ډېر ساړه او یخ شیان په خوند خوري او څښي. دوی همېشه په دې هڅه کې دي، چې ځان ښکلی وساتي او د نورو له رازونو خبر شي.
د تورو سترګو درلودونکي بختور دي، چې د ذهانت او وړتیا کچه یې له بل هر ډول سترګو درلودونکو زیاته ده.
زیاتره نابغه ګان تور سترګي وي.

شوتلي شنې سترګې:
دا ډول سترګې لرونکي ماشومان له عادي ماشومانو زیات شیطان طبعیته، زورور، تېز او چالاک دي. د شتوتلي شین رنګ سترګو درلودونکي په منډه وهلو کې له نورو وګړیو تېز دي او په جسمي توګه له نورو کمزوري «وچ، کلک او ډنګر(بې غوښې) دي. دوی په زده کړو کې طبي او نور سخت علوم ډېر خوښوي؛ خو وړتېا یې کمه وي او د ذهانت کچه یې د چالاکي په نسبت ډېره کمه ده.
شین سترګي په خپلې سهوې ډېر ژر پښېمانه کیږي؛ خو د بښنې غوښتلو طمعه ترې مه کوئ.

نیلي (ابي ډوله) سترګې:
که هر څوک دا ډول سترګې لري؛ نو د هر قسم سترګو لرونکو نظر جلبولی شي او یوازې په یو ملاقات کې یې پر ځان میینولی شي؛ ځکه د دوی سترګې د خلکو په جذب کې د اهن روبا کار ورکوي. دا ډول سترګې لرونکي په نړۍ کې ډېر کم دي؛ خو د ښکلي مخ او ښه اندام څښتنان وي او د خوراکي توکو په پخولو کې ماهر دي؛ مګر کله هم خپله ملامتي نه مني او نور ګرم بولي.
د نیلي سترګو لرونکي په مطالعه کې تر بل هر چا زیات بوخت وي.

ژېړې او خړې سترګې:
ژېړې او دې ته ورته خړې سترګې درلودونکي له ناروغۍ سره ډېر مخ کیږي. دوی له چکرونو او سیلاني توب سره ډېره مینه لري. خپلوي ښه پالي، د غم زور نلري او په وړه خبره تر ډېره خاندي/ خوشحالي کوي؛ خو غم ته هم د ټینګې نه دي. په زیاتره ژېړ سترګو او خړ سترګو کې حیا او د نظر ښکته کول هم تر نورو خلکو زیات وي.
دا ډول خلک له حېواناتو سره هم ډېره مینه لري.

سرې سترګې:
که څه هم په عادي توګه سور سترګي نشیان او کم خوبه خلک ګڼل کیږي؛ خو ځینې نور چې په قدرتي او طبعي توګه دا ډول سترګې لري، ډېر مخلص کسان دي، د ملګري له پاره ان تر مرګه ځان رسولی شي، د خپل ځان له پاره درواغ نه وايي. په مینه کې ژر ماتیږي او له ادبیاتو سره ډېر شوق پالي. د ترانو، نغمو او زمزمو کلک مینه وال دي؛ خو خپله ښه ستوني نلري.
ژباړه: خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button