‏ثالث عمر رحمه الله/ حمزه حسیني

 

زمونږ امیر المؤمنین ملا عمره !
د مؤمنو زړو تسکین ملا عمره !

ها! د ننګ د تاریخ پاڼې دې موږ لولو
ستا د لوړ عزم متین ملا عمره !

بت شکن د زمانې شولې اتله
هر کردار دې وو، رنګین ملاعمره !

ستا پښو ته دې د وخت شاهان لوګی شي
ژمن اسلام ته وې امین ملاعمره !

‏ته چې لاړې خوښي هم در سره تللې
وې مین پر ښکلي دین ملا عمره !

مجاهدې پرګنې درباندې ویاړي
د عمر په څېر رښتین ملا عمره !

د ”حمزه“ د زړه ټکور د سترګو توره
ستا مسیر و له لمر سپین ملا عمره !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button