خاطره: د مسلمانانو د آبرو په اړه د ملا محمد عمر رحمه الله اندېښنه

لیکوال: عزام مهاجر

غالبا د ماپښین له لمانځه وروسته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ورور ملا عبدالمنان عمري صاحب سره پر چای ناست وم. دا چې د تحریک پر مهال زما عمر کم او هغه صحنې مې نه یادېږي، نوموړي د هغه وخت خاطرې او د ملا صاحب مرحوم ځینې فرشته ډوله اوصاف بیانول. له جملې څخه یې یوه دا وه چې ملا صاحب د مسلمانانو د آبرو ساتلو په اړه ډېر محتاط و او نورو ته به یې هم توصیه کول چې د یو مسلمان د عزت او آبرو خیال ساتئ، الله تعالی به مو کله هم ذلیل نه کړي.

عمري صاحب وویل چې د تحریک په وخت کې په کندهار کې له زاړه سرای وروسته ملګرو ملا صاحب ته یو بل کور جوړ کړ چې طبعا لوی او د پلنو دېوالونو درلودونکی و. د یاد سرای پر دروازه پیره کوونکي کېناستل. یو ملګري چې له ما(لیکوال) څخه یې نوم هېر دی، ملا صاحب مرحوم ته وویل زما یو خوریی دی؛ ډېر غریب او مظلوم دی، که ستاسې اجازه وي نوموړی به هم د پیره دارۍ په خدمت کې برخه واخلي. ملا صاحب مرحوم موافقه ورسره وکړه.

په همدې سرای کې یو مسجد هم آباد شوی و تر څو دالته مېشت ملګري او ملا صاحب لمونځونه په جماعت سره پکې اداءکړي. کله ناکله به ملا صاحب مرحوم د ځینو نورو ملګرو سره د ماځیګر له لمانځه وروسته د مسجد سره نږدې چمن کې کېناست او مجلس به یې کاوه چې د ملا صاحب ملګري او  ډېر وختونه به په سرای کې کار کوونکي  هم بلا قید او تکلفه پکې کېناستل. مرحوم امیرالمؤمنین به د خپل ظرافت مزاجۍ پر اساس کله ناکله د ملګرو سره ګپه هم کول. خوریي پیره کوونکي چې نسبتا نورو ته د پاخه عمر نه و، به هم د ملاصاحب په مجلس کې برخه اخیسته او کله ناکله به یې حال دباندې ملګرو ته ویلی و چې نن ملا صاحب داسې وویل او داسې ګپه یې وکړه.

ملا صاحب مرحوم چې کله په جریان خبر شو نو د ماخستن له لمانځه وروسته یې د دې ځوان ماما ته وویل چې له نوموړي څخه کله ناکله حال پر بیابان ویل کیږي او ډېر وختونه زموږ تر منځ مهمې او د راز خبرې هم په مجلس کې کیږي چې دباندې وتل به یې تاوانې وي، که ده ته ووایې چې بل ځای د یو بدیل خدمت بندوبست وکړي ښه به وي.  ملا صاحب همدا خبره وکړه او کور ته ولاړی. د ماما یې دا خبره هېره شوې ده او ځوان ته یې ماخستن نه ده کړې. نوموړی وایي سهار چې کله لمانځه ته راتلو، ملا صاحب مرحوم له جماعت مخکې د مسجد په دروازه کې منتظر ولاړ دی. کله چې یې زه ولیدم، نو رامخته شو او په اندېښمن ډول یې پوښتنه وکړه چې فلانیه! هغه ستا خوریي طالب ته خو به دې هغه پرونۍ خبره نه وي کړې؟ ما ورته وویل چې نه ملا صاحب! ماخستن مې فکر وکړ چې سهار به ورته ووایم. ملا صاحب زښت خوشاله شو او ویې ویل چې ډېر ښه کار دي کړی دی. ګوره دا یوه خبره زما ماخستن هېره شوه، دې طالب ته دا خبره د نورو خلګو او ملګرو په مخکې ونه کړې، د نوموړي خو به آبرو د خلګو په منځ کې خرابه شي او دباندې به هم بیا خلګ وایي چې نوموړی ملا صاحب له سرای څخه پسې اخیستی دی، چې له امله به یې دباندې هم بیا څوک کار نه ورکوي او مطعون به وي. اوس چې ولاړې له ټولو خلګو یې را جلا کړه او دا خبره په تنهایي کې ورته وکړه تر څو یې عزت او آبرو خوندې پاتې شي.

رحمه الله تعالی و اسکنه فصیح جناته

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button