ولې مو تر کیفیت پر کمیت تمرکز زیات دی؟

خط اول

 دا چې افغان خاوره اشغال ده او منفي تبلیغاتو افغان نوی نسل له حقیقي پرمختګ څخه ناخبره ساتلی، اوسمهال ذهنیت داسې جوړ شوی چې یوازې په ظاهر او کمیت تمرکز کېږي، په حقیقي مانا کیفیت ته هيڅ پاملرونه نشته.

له شک پرته چې د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې د افغان خاورې له اشغال سره هممهاله، ځینې داسې پروژې تکمیل شوې چې په ظاهره د افغانانو د غولولو او مهارولو په موخه له پرمختګ څخه عبارت وې او داسې یې ښودله چې ګواکې یرغلګر د افغانانو د پرمختګ او افغان خاورې د هوسایي لپاره راغلي؛ خو په حقیقت کې ټولې چارې د بهرنیو یرغلګرو پوځونو په ګټه سمبالېدې او تر افغانانو یې هغوی ته ګټه زیاته وه.

په دې لړ کې، په افغانستان کې زیات شمېر روغتیایي مرکزونه، تعلیمي مرکزونه، لویي لارې، لوړې ودانۍ و مارکیټونه، هوټلونه … جوړ او تأسیس شول. دې کړنو که څه هم په ظاهره له افغانانو سره د اشغالګرو د مرستې او خواخوږۍ ښکارندویي کوله او داسې یي فهموله چې یادې پروژې د افغانانو د ښېرازۍ لپاره په لازه اچول شوي؛ خو حقیقت دا دی چې بهرنیانو خپلو شومو اهدافو ته د رسېدنې لپاره یادې پروژې تکمیل کړي او په لاره اچولې دي.

 باید یادونه وکړو، هغه پروژې چې یرغلګرو له لورې په لاره اچول شوي، د کمیت له لحاظه خورا غني وې/دي؛ مګر د کیفیت له اړخه له نېستي سره برابرې دي. یعنې دا چې دوی خپله د کمیت لپاره لابي کوله او خلک یې په دې ور مستول چې ګواکې هغه دی به فلاني ځای کې دومره موډرن پوهنتون، روغتون او یا… تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. خو له دې څخه یې بیا خلک ناخبره ساتل چې یاد موډرن بنسټ کوم خدمات وړاندې کوي، څه ډول یې وړاندې کوي او د کوم هدف لپاره؟ له بده مرغه چې تر اوسه هم هیچا د یوه موډرن بنسټ داخل و باطن سم نه دی څېړلی چې په رښتیا هم ارزي که یا، او که هسې خلک دوکه کېږي.

دلته یوه بله خبره کول هم ضروري ده هغه دا چې د یرغل پر مهال راټوکېدلي چارواکي هر یو یې دې ته خوښ دی چې کمیت زیات شي، هغه که د کیفیت له اړخه په هر څومره ټیټه کچه هم وي؛ خو چې محض شتون ولري او دوی یې د لرلو لاپه ووهي او سیالانو ته د همغه شي د شتون خبره وکړي.

اوس مهال په هیواد کې سلګونه پوهنتونونه، زرګونه روغتیایي مرکزونه او زرګونه ښوونځي شتون لري چې زیاتره یې په موډرن او عصري ډول جوړ شوي او د کمیت له نظره د حساب وړ دي؛ خو د دغه ټولو باوجود، موږ بیا هم د تداوۍ او زده کړو لپاره بهر ته روان یو. د زده کړو لپاره تللي خلک د دې پر ځای چې په حقیقي مانا روزنه حاصله کړي، پردی کلتور و عنعنات یې را بار کړي وي او په خپل هیواد کې یې ترویجوي. زیاتره وګړي مو بهر ته د تداوۍ لپاره په دې خاطر ځي چې په هیواد کې غوره روغتیایي چاپېریال او پرسونل شتون نه لري او په ښه توګه تشخیص نه کېږي.

نو سره له دې چې په هیواد کې مو خدمات د کیفیت له نظره په نشت حساب دي؛ بیا هم خلک دې ته خوښ دي چې په هیواد کې د خدماتي مرکزونو شمېر زیات وي. د دې څه دلیل کېدای شي چې کمیت ته تر کیفیت لومړیتوب ورکول کېږي؟ ایا کمیت مو د ستونزو په هواري کې رول لوبولای او ستونزې کمولای شي؟

زیاتره اوس هم لا په دې فکر دي او حقیقت یې نه دی درک کړی چې په هیواد کې به د مجازي پرمختګونو کمیت ستونزې حل او افغانان به له تلپاتې سوکالۍ سره مخ کړي؛ خو حقیقت دا دی چې کمیت ستونزه نشي هوارولای او نه هم په یوه هیواد کې د خدماتي مرکزونو زیادت د یوه هیواد وګړي نېکمرغه کولای شي. که په هیواد کې د خدماتي مرکزونو کیفیت ته پام ونشي، هیڅکله به نه د نورو له احتیاج څخه خلاص شو او نه به هم په حقیقي معنا هیواد پرمختګ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: