طالبانو د ثور د اوومې او اتمې په مناسبت بهرنیانو او افغان جهتونو ته ځانګړې سپارښتنې کړې

اعلامیه کې پر ټولو بهرنیو جهتونو باندې غږ شوی چې « دا ملت خپلې خوښې ته پرېږدي او نور يې په چارو کې د بې ګټې لاس وهنې هڅه ونکړي»

  عزم،سه شنبه،۷غویي۱۴۰۰):طالبانو د ثور د اوومې۷ او اتمې۸ تاریخي ورځو په مناسبت په خپل ځانګړي پیغام کې کورنیو او بهرنیو جهتونو ته ځانګړې سپارښتنې کړې او دواړه ورځې یې د هیواد په تاریخ کې مهمې ورځې بللې چې په وینا یې « يوه مو د خپل هيواد او هيوادوالو په مظلوميت، دربدريو او بدمرغيو ژړوي او بله راته له افتخاره ډکه، د ازادۍ او خپلواکۍ سمبول ده.»

طالبانو د یادو تاريخي ورځو په رارسېدو سره امریکایي لوري ته ور یاده کړې چې لکه څنګه يې چې د جګړې پر ځای د تفاهم لاره غوره کړه او ګټه يې هم وليده، هماغسې بايد فيصله شويو وعدو ته هم “ژمن” پاتې شي.
اعلامیه کې پر ټولو بهرنیو جهتونو باندې غږ شوی چې « دا ملت خپلې خوښې ته پرېږدي او نور يې په چارو کې د بې ګټې لاس وهنې هڅه ونکړي»

اعلامیه کې د د ثور ۸ مه هیواد د آزادۍ او افتخار تاریخي ورځ بلل شوې او ویل شوي چې هغه مهال د افغانستان مظلوم او زورېدلی ملت خوښ و، چې د خپل څوارلس کلن جهاد ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په خپل هيواد کې د ازادۍ، ارامۍ او د خپلې خوښې اسلامي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پريښودل شي، خو په وینا یې چې «څو جاه طلبو او د قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي ارمانونه د تنظیمي جګړو په اور کې لولپه کړل، د ملت شهيدان، يتيمان او کونډې، د شلمې پېړۍ د استعمار بې رحمانه بمبارونه او ورانۍ، د بې وزله ملت ستړې او هجروتونه، دا هر څه له ياده ووتل او د يو ستر ملت سترې هيلې او اميدونه خاورې شول»

طالبانو ټولو داخلي جهتونو سپارښتنه کړې چې د تیر په څیر باید يو ځل بيا د چوکۍ او قدرت په لټه کې خپل زورېدلی ملت ونه کړوي او ددې لپاره چې د اسلامي نظام د نفاذ، سولې او ارامۍ په څېر سپېڅليو هدفونو ته ورسیږو؛ نو باید» د خپل دین او هیواد له دښمنۍ لاس واخلي، نور د دې ولس د بربادۍ سبب نشي او حقائقوته غاړه کیږدي. »

لکه څنګه چې د طالبانو اسلامي تحریک د هيواد د خپلواکۍ د اعادې، د هرج و مرج له منځه وړلو او اسلامي نظام د نفاذ لپاره تأسیس شوی، اعلامیه کې یې په تړاو ویل شوي چې «اسلامي امارت اوس هم د دې سپېڅليو ارمانونو د تحفظ وارث دی او هيچا ته به اجازه ورنکړي چې يو ځل بيا د دې مجاهد ملت پاکې هيلې او ارمانونه ضائع کړي. »

د یادونې وړ ده چې له نن نه پوره (۴۳) کلونه وړاندې د ثور په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د کمونيزم د لښکرو لخوا د وخت د حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه چې په غبرګون کې یې ولسونو پراخ پاڅون ته ملاوتړله او پوره ۱۴کاله یې د شوروي لښکرو پرضد جهادي مبارزه وکړه، چې بالاخره يې د ثور په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) ازادي او استقلال تر لاسه کړ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: