د امت څراغان؛ حضرت زید بن حارثه ( رضی الله عنه)

راټولوونکی: حبیب الرحمن محبُ الرسول

(فَلَمَّا قَضٰى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا)

حضرت زید بن الحارثه رضی الله عنه د یمن اوسیدونکی ؤ او د قضاعه قبیلې د مشر حارثه بن شراحبیل زوی او د مور نوم یې سعدیه بنت ثعلبه چي د طی قبیلې د بنومعن شاخ ته منسوبه وه.
کله چي د حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه عمر د اته کلو پر شاوخوا ؤ نو د خپلي مور سره د یوې قافلې په ملګرتیا په سفر روان ؤ چي په لاره کي غلو او ډاکي اچوونکو ددوی پر قافله حمله وکړه او د مالونو دغلا کولو په ترڅ کښې یې حضرت زید رضی الله عنه هم د ځان سره وتښتوی ( هغه وخت د وحشت او بیرحمي دا حال ؤ چپ انسانان په بازارونو کښې د مالونو او حیوانانو په رقم خرڅیدل)
لاره وهونکو غلو زید رضی الله عنه د عكاظ بازار ته د خرڅلاو لپاره راوستی او هلته د ام المؤمنين خديجة الكبرى رضی الله عنها وراره حکیم بن حزام په څلور سوه درهمه واخیستی او خپلی عمه خدیجه رضی الله عنها ته یې هدیه کړی او زید رضی الله عنه د خدیجه رضی الله عنها سره اوسیدی.
کله چي د خدیجې رضی الله عنها او محبوب صلی الله علیه وسلم واده وسو نو هغې زید رضی الله عنه چي پدې وخت کښې یې عمر پنځه لس کاله ؤ سرور کائنات صلی الله علیه وسلم ته وبخښی او دغه خوښ غلام د خپلو غوره اخلاقو او نیک سیرت لامله د رسول کریم صلی الله علیه وسلم دزیات شفقت او مهربانی مورد وګرځیدی او د زید رضی الله عنه هم دالله جل جلاله د پاك حبیب صلی اللهذعلیه وسلم سره دومره مینه وه چی دهغه له څنګ نه یو ساعت جدا کیدل ورباندي ډیر سخت تمامیدل.
د زید رضی الله عنه مور او پلار د خپل ورك شوي زوی په بیلتانه کښې شپه او ورځ اوښکي تویولي او کلي په کلي د هغه په لټولو کښې لا لهانده وه یو وخت د حج په موسم کښې د قضاعه قبیلې څو کسان مکې مکرمې ته راغلل او د زيد رضی الله عنه سره مخامخ سول هغه یې وپیژانده او د بیرته ستنیدو په وخت کښې یې دهغه مور او پلار ته زیری ورکړی چي ستاسي زوی د مکې مکرمې په ښار کي د یو کس سره غلام دی، حارثه او د هغه ورور کعب په زید رضی الله عنه پسې مکې معظمې ته راغلل او د رسول کریم صلی الله علیه وسلم سره یې ملاقات وسو او د هغه صلی الله علیه وسلم په حضور مشرف سول او له اوښکو نه په ډکو سترګو یې د قيمت په بدل کښې د محبوب صلی الله علیه وسلم څخه یې د زید رضی الله عنه غوښتنه وکړل.
سرور کائنات صلی الله علبه وسلم ورته وفرمايل: که زید پخپله خوښه درسره ځي بې پیسو به یې درکړم او که دلته زما سره پاتي کیږي نو ستاسي سره یې تلو ته نه مجبوروم، هغوی وویل د حق فیصله دي وکړل، او بیا نبي کریم صلی اله علیه وسلم زید بن حارثه رصی الله علنه راوغوښتی او پوښتنه یې ځني وکړل وکړل: زیده! دا خلګ پیژنی؟ زید بن حارثه رضی الله عنه وویل: هو، دا یو زما پلار حارثه او دا بل مي اکا کعب دی، محبوب صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوي په تا پسي راغلي دي نو ته اختیار لری چې له دوي سره ځی او که زما سره پاتي کیږی؟ زید رضی الله عنه وفرمایل: زما باداره زه پرتا باندي د دنيا هيڅ يو انسان ته ترجيح نسم ورکولی هیله کوم چي ما له ځانه جدانکړی، د زید رضی الله عنه پلار ددې خبري په اوریدو حیرتن سو او په تنده لهجه یې خپل زوی ته وویل: افسوس دی پرتا چي ته د غلامی ژوند ته په ازادی باندي ترجیح ورکوې، زید رضی الله عنه ورته وویل: زما بادار دومره پر ما مهربانه دی چي هیڅ یو پلار پخپل زوی باندي دومره مهربانه نه وي زه دی غلامي ته زر واره په ازادي باندي ترجیح ورکوم، پدې جواب سره محبوب صلی الله علیه وسلم دومره خوشحاله سو چي زید رضی الله عنه یې په همدې وخت کښې ازاد کړی او دکعبې ترڅنګ یې د قریشو په عامه غونډه کښې اعلان وکړی: اي خلګو! شاهدان اوسئ چي زید د نن څخه وروسته زما زوی دی زه دده او دی به زما وارث وي.
حارثه او کعب هم ددې صحنې په لیدو ډیر خوښ شول او په ډاډه زړه خپل وطن ته رخصت سول او دهمدې ورځي څخه وروسته زید رضی الله عنه ته زید بن محمد ویل کیدل چي دا طریقه د اسلام څخه مخکي روا وه چي یو څوک به بل چا خپل په زوی واله نیوی خو وروسته بیا د اسلام په مبارک دین کي دغه کار ناروا وبلل سو.
کله چي محبوب صلی الله علیه وسلم په پیغمبري مبعوث سو نو زید رضی الله عنه بېله ځنډه ایمان راوړ او د لومړنیو څلورو تنو مؤمنانو څخه یو تن دی، (یعني خديجة الكبرى رضی الله عنها، ابوبکر صدیق رضی الله عنه، على مرتضی رضی الله عنه، زید بن حارثه رضی الله عنه)
دغه اولني څلور مسلمانان دي چي د اسلام په مبارک دین کي تر ټولو دمخه په اسلام مشرف سوي دي.
د هجرت څخه وروسته حضرت زید رضی الله عنه د بدر د غزا څخه نیولی بیا د مؤته تر جنګه پوري په ټولو غزاؤو کي دمحبوب صلی الله علیه وسلم سره اشتراک کړی دی او په نهو چریکي حملو کښې هم د قوماندان په صفت برخوالو ؤ.
کله چي به محبوب صلی الله علیه وسلم یوه سریه یا لښکر لیږی نو که به زید بن حارثه رضی الله عنه په هغه لښکر کي موجود ؤ نو به یې هغه رضی الله عنه دلښکر امیر کوی، داسي لښکر او سریه نده پیښه سوی چي زید بن حارثه رضی الله عنه دي پکښې برخوال وي او امیر دي یې بل څوک وي.
کله چي به زید رضی الله عنه په جهادي سفر او یا داغسي په سفر تللی ؤ نو محبوب صلی الله علیه وسلم به د هغه راتلو ته ډیر لیواله ؤ او کله چي به زید رضی الله عنه د یو سفر څخه راغلی نو اول به محبوب صلی الله علیه وسلم ته ورتلی او دهغه سره به یې خصوصي د محبت مجلس کوی.
صحابه کرامو رضی الله عنهم چي کله د نبي کریم صلی الله علبه وسلم دومره ډیره مینه د زید رضی الله عنه سره ولیدل نو هغه ته یې د حبُ الرسول لقب ورکړی.
په اتم هجری کال د جمادی الاولی په مياشت کښې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل قاصد حارث بن عمیر رضی الله عنه په لاس د بصری باچا ته لیک واستوی، کله چي حارث رضی الله عنه روان سو په لاره کي دشام دمځکي د بلقاء حاکم شرحبیل بن عمرو الغساني پر پیښ سو او د نبي کریم صلی اللهذعلیه وسلم قاصد حارث بن عمیر رضی الله عنه یې یې شهید کړی ( په هغه وخت کي د قاصد وژل د جنګ تر اعلان هم لوړه خبره وه) چي دا کار پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندي ډیر سخت تاثیر وکړی نو یې د شرحبیل بن عمرو څخه د غچ اخیستلو په خاطر یو درې زره کسیز لښکر آماده کړی.
کله چي دغازیانو دری زره کسیز لښکر دشام د بلقاء ښار د مؤته جګړی ته روانیدی نو رسول کریم صلی الله علبه وسلم حضرت زید رضی الله عنه ددې لښکر امیر وټاکی او امر يې وکړی که چیري زید شهید سو نو جعفر ستاسو امیر دی او که جعفر شهید سو نو عبدالله بن رواحة ستاسو امیر دی او که هغه هم شهید سو نو بیا خپل د منځ څخه یو نفر د آمیریت لپاره انتخاب کړئ.
حضرت جعفر بن أبي طالب رضی الله عنه عرض وکړی: يا رسول الله! صلی الله علیه وسلم ما دا توقع نه لرله چی زید رضی الله عنه به پر ما باندي امیر وټاکی؟ سرور کائنات صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا خبره مكوه ته نه پوهیږی چي د الله جل جلاله په نزد څوك غوره دی.
کله چي لښکر روان سو او د بلقاء ښار ته ورسیدی نو د مؤته په کلي کي یې واړول نو دبلقاء حاکم تقریبا یو لک لښکر آماده کړی او یو لک لښکر د روم باچا ورته راواستوی چي په دې سره د کفارو شمیر دوه لکه۲۰۰۰۰۰ نفرو ته ورسیدی چي تقریبًا شل زره نفره د آس سپاره پکښې وه.
کله چي دواړه لښکره یو بل ته سره مخامخ سول نو زید بن حارثه رضی الله عنه سهار د لمانځه څخه وروسته متصل د حملې آمر وکړی او جنګ شروع سو تر ماښامه بیله کومه ځنډه جنګ وسو تقریبا پنځه ورځي داغسي پرلپسې جنګ روان ؤ.
په شپږمه ورځ بیا سهار زید رضی الله عنه د حملې آمر وکړی او جنګ شروع سو چي دا په تاریخ کي هغه تر ټولو د خطرناکو او شدیدو جنګو څخه شمارل کیږي ځکه درې زره کسان د دوه لکه نفرو سره مخامخ کیدل او جنګیدل.
حضرت زید رضی الله عنه د مؤته په جنګ کښې په پوره شجاعت وجنګیدی او په پای کي یې د شهادت لوړ مقام په نصيب شو په مدینه منوره کښې محبوب صلی الله علیه وسلم دصحابه کرامو رضی الله عنهم په مینځ کښې ناست ؤ، الله جل جلاله د جنګ نقشه دده صلی الله علیه وسلم مخ ته ورته وړاندي کړی وه او نبي کریم صلی الله علیه وسلم د جنګ ټول حالات صحابه کرامو رضی الله عنهم ته ویل نو یې فرمایل: زيد شهید سو بيرغ جعفر واخیست هغه شهید شو بيرغ عبد الله بن رواحه پورته کړ هغه هم شهید شو اوس بیرغ د خدای د تورو نه يوې توري واخیستی او هغه فاتح سو، پدی وخت کښې د سرور عالم صلی الله علیه وسلم د مبارکو سترګو څخه اوښکي بهیدلی او دا الفاظ یې په ژبه راغلل: دوی زما وړونه زما خواخوږي او زما دمرکې ملګري وه.
د زید رضی الله عنه د شهادت په خبریدلو د هغه رضی الله عنه ماشومي لور رقیې ژړل، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغې سره یوځای دومره وژړل چي له ډیری ژړا نه یې ږغ په ستوني کښې وچ سو، حضرت سعد رضی الله عنه په حیرانتیا سره پوښتنه وکړل: یا رسول الله! صلی الله علیه وسلم دا څه کوي؟ تاسو هم دومره ژاړي؟ محبوب صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا د محبت هغه جذبه ده چی د خپل محبوب لپاره د هر چا په زړه کښې پرته وي.
زید رضی الله عنه هغه یوازنی محبوب الرسول صحابي دی چي نوم یی د الله جل جااله په کتاب کښې ذکر شويدی.
ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمایي چي هیڅکله داسي نده پیښه سوی چي محبوب صلی الله علیه وسلم دي حضرت زید رضی الله عنه کومي غزا ته ليږلی وي او هغه یې د مجاهدینو قائد نه وي ټاکلی.
د حضرت زید رضی الله عنه هميشنۍ غذا د اوربشو ډوډي وه زړې پیوندي جامي به یې اغوستلی او خپلي جامې به یې پخپله پیوند کولې، يو چا ورڅخه پوښتنه وکړل: یا ابو اسامه! ولی دومره زړې جامې اغوندې؟ زید رضی الله عنه جواب ورکړی: زموږ عزت او شرف په اسلام کښې دی له قیمتي جامو نه څه نه جوړیږي.
حضرت زید رضی الله عنه که څه هم تل دغازیانو د لښکر امیر او یو تکړه قوماندان ؤ خو د جنګ په میدان کښې یې له یو عادی مجاهد سره څه فرق نه لیدل کیده د هغه له کړو وړو نه دا نه محسوسیدله چی هغه دي د لښکر مشر او نور یې تر لاس لاندي سپاهیان دي.
عبدالله بن عامر رضی الله عنه وایي: یوه ورځ حضرت زید رضی الله عنه د مجاهدینو لپاره د اوبو مشك پر اوږو راخیستی ؤ ما ورته عرض وکړ: ای امیره! دا مشك ماته راکړه، زید رضی الله عنه وفرمایل: تاته دی الله جل جلاله آجر درکړي دا کار زه پخپله کوم تر څو چی زما په زړه او دماغ کښی د امارت بوی پیدا نسي.
*رضی الله عنه*

مأخذ:
اسدالغابه
البدایه والنهایه
حیاةالصحابه
حقپالونکي
او نور…..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button