فاتح ځواک د هېواد دننګ باب

 

لیکوال: قدرت الله جواد

په هېواد مو ډول-ډول انقلابونه را غلل، د تمدن او تهذيب ډیرې څپې بدلې شوې، ملت مو په بيلابيلو وختونو کې د هېواد د عروج او زوال شاهد وه، د قومونو او ولسونو جوړيدل او شړيدل يې ليدلي وو، ډیرو شاهانو ته يې تاجونه ور په سر کړل او له ډيرو يې لرې کړل، ډیرې جګړې يې وګټلې او ډيرې يې بايلودې.

خو يو تحلول او بدلون چې ډیر خارق العاده وه، او په داسې يوې زماني مقطع کې را مینځ ته شو چې فطرت يې بلکل د انځورګرۍ نه عاجز دی، دا ناځوانه بدلون هغه مهال رامنځته شو چې د هېواد ختيځ او لويديځ په سردرو کې غرونو او دښتو د افغان مجاهدينو د بخت د اسونو پښې ښکولې، دا له دې وجې چې د دې مجاهدينو بې ساري قربانۍ د شوروي اتحاد د کبر او جبر ماڼي نړولې وه.

د افغانانو بيلابيلو هيلو د مجاهدينو د بريا لمن نيولې وه، اميد په خپل نازک غږ کې د اسلامي نظام د حاکمیت، امنيت، عدالت، او سولې زيری ور کاوه.

خو دوی نه وو خبر چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته به په هیواد کې د همدې مجاهدينو ټول شاهي پيل کېږي، زرداد به په خپلو پاټکونو انساني سپي دروي، شفيع ديوانه به کابليان په ديوالونو ميخ کوي، هزاره ګان به دافغانو ښځو تيونه پرې کوي، همدا ډول په سلګونو او زرګونو نور مظالم به د هغو مجاهدينو له لوري تر سره کېږي، کومو چې د هېواد د برم، پرتم، مادي او معنوي پرمختګ نغارې غږولې.

دا ټولې هيلې ولې په سيند لاهو او دا بد مرغۍ له کومه پيدا شوې؟

د دې به ډیر عوامل وي خو یو عمده عامل یې دا دی چې د افغان جهاد رهبرانو خپلو افرادو ته صرف د جګړې کولو هنر ور زده کړی وو، نور يې حتی د دوست او دښمن په تفکيک هم نه وو پوهولي.

که چرته مونږ په تیر جهاد کې د الفاتح معسکر په څیر معسکراتو کې د فاتح ځواک په څير سربازان روزلي وی، د مبارزې اصل مفهوم مو ورته تشريح کړی وی، بيابه نو هغه غازيانو چې روسي ښکيلاک يې په ګونډو کړ، نه به یې د خپل ملت په خلاف دومره د قساوت او جبر نه ډک چلند کوه او نه به مو د هېواد د تاریخ صفحو ته دا تور باب ور ضم کیده.

له همدې امله مو د فاتح ځواک په کتلوجسم او روح دواړه د خوښۍ احساس کوي، او ویاړو چې د هېواد په ننګ مو داسې سپېڅلي ځوانان ځانونه نذارنه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button