د ثور اتمه يا د افغانانو يوه بله وېرجنه ورځ!!!

۱۳۷۱هـ.ش کال له لومړۍ ورځې څخه لا د فتوحاتو او بريو کال ؤ، مجاهدينو ډېرې سيمې، ولسوالۍ ګانې او ولايتونه له کمونيست رژيم څخه ونيول او بالآخره د ثور په اوومه ورځ افغان مجاهدين کابل ته ور ننوتل، ټول وزارتونه، رياستونه او نظامي مراکز يې ونيول، کمونيست نظام نسکور شو، جنرالانو ائيتلاف وکړ، پر کابل ور وختل، مجاهدين يې د ثور په اتمه ووېستل، حضرت صبغت الله مجددي د دوو مياشتو لپاره د ارګ د دوو کوټو لومړی ولسمشر شو چې له هغه وروسته به د جمعيت اسلامي رهبر استاذ رباني د څلورو مياشتو لپاره ولسمشر وي تر ټاکلي وخته ورورسته به نوموړی واک قيادي شوری ته سپاري.
د شمال ټلوالې کابل له مجاهدينو څخه تصفيه کړ، د کابل په لرې او غير ستراتيژيکو سيمو کې د ځينې جهادي ډلو مجاهدين پاتې شول، نور کابل په څو برخو تقسيم شو، د دفاع وزارت چارې د نظار شوری تيورسن احمد شاه مسعود په لاس کې واخيستې، شمال ټلوالې مؤتلفينو حضرت صبغت الله اړ کړ چې د کمونيست نظام ټولو نظامي او ملکي چارواکو ته عمومي عفو وکړي ، هماغه ؤ چې سخي واکمن د مسلمان ملت د بچيانو قاتلينو ته عامه بښنه وکړه، ټول عقيدوي کمونيستان يې په مهمو نظامي او ملکي څوکيو مقرر کړل له دې پس يې باچا مزار شريف ته په الوتکه کې والوزاؤه، څو د ټولو افغانانو دښمن د ګلم جم مليشې مشر جنرال دوستم ته د احترام مراتب تقديم کړي، چې نوموړي (حضرت صاحب) هم صرفه ونه کړه، هغه يې د ستر جنرالۍ په نظامي رتبه او د مجاهد کبير په نوم ونازاؤه. له سخي باچا سره په ياد پلاوي کې تللي يوه بې وجدانه ملا دوستم ته د خالد بن وليد رضی الله تعالی عنه لقب هم ورکړ!!! دا هر څه د جبل السراج د ناولي ائيتلاف په اساس ترسره شول.
د ثور اتمه د افغانانو لپاره داسې سپېره او کرغېړنه ده، لکه د ثور اوومه ، په اوومه کمونستان واکمن شول هغوی مرتدين او زنديقان وو ټول ملت د هغوی ارتداد او زنديقيت ولېده او وپېژانده، مسئله روښانه او واضح وه. اما د ثور د اتمې لوبغاړي بيا بل شان وو، په هغو پخواني مجاهدين نما ( جمعيت او نظار شوری) او پخواني بې دينان (ګلم مليشه او د کمونيست رژيم بقايا) سره را ټول شوي وو نو بناءً د دواړو سکتارستو اړخونو د خپلې بقا لپاره د هېواد ورانولو او رنګولو ته ملاوې وتړلې د شرق او غرب غلامۍ ته يې سرونه ښکته کړل. چې د غلامۍ او ګوډاګيتوب ښه ثبوت يې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتمبر له (۱۱) وروسته ښه جوت شو چې صليبي يرغلګرو ته يې د سترو سترو بمونو را غورځولو وينا او زارۍ کولې. د ثور اتمه د ثور د اومې غوندې کرغېړنه ورځ ده، دا هغه ورځ ده چې سکتارستانو افغان ملت پّ خپلمنځي دوښمنۍ اخته کړ، د څوارلس کلن جهاد مجاهدين وروڼه چې له يوه سنګره د شورويانو او کمونيستانو پر خلاف جنګېدلي وو، هغوی يو تر بله سره دوښمنان کړل او دې ته يې اړوېوستل چې د يو بل پر ضد وسلې ته لاس کړي!!
د ۱۳۷۱ هـ.ش د ثور اتمې په هېواد کې انارشيزم را منځ ته کړ، هر لور ته ګډوډي پيل شوه، مرکزي نظام له منځه لاړ، د ارګ واک له ارګه پنځه سوه متره ور هاخوا نه چلېده کابل ښار په ډېرو پاچاهيو وېشل شوی ؤ. د ثور اتمې د کابل ښار لوټ، چور او چپاو کړ، ښار وروان شو، ډېر وګړي يې ووژل شول. په ښار کې پاټکونه جوړ شول، بلکې په ټول هېواد کې د پاټک کلچر دود شو. په وړو وړو کليو کې د څو څو ډلو پاټکونه ايجاد شول، چې د هر پاټک والاؤ ځان ته اصول او غوښتنې لرلې.
د ثور له اتمې وروسته د اقليت او اکثريت مسئله را پورته شوه، لږکيو ډېره کي په مرميو غلبېل غلبېل کړل. د همدې ورځې په برکت د مذهب په نوم جګړه شروع شوه له ډېرو سني خويندو څخه د هغوی سينې غوڅې شوې، همدا شان د عبدالعلي مزاري په فرمايش د رقص مرده ( د مړي نڅا) نندارې ته وړاندې شوه. هر سني چې د مزاري بړيڅو په لاس بندي کېده د هغه (بندي) د عمر مطابق ميخ د هغه په سر کې ټکوهل کېده. ډېرې مسلمانې خويندې د (قًم) د ايت الله ګانو د شاګردرانو له خوا بې پته او بې عفته شوې.
د ثور له اتمې وروسته د کابل بالاحصار ګلم جم مليشو ونيو، دوی هغه ظلمونه وکړل چې: د بشر په تاريخ کې چا نه وو کړي، له ماشومانو او سپينږيرو سره لواطتونه وکړل، هغه ميندې چې د ماشوم پيدا کېدو (زېږېدو لپاره کابل ته تللې هغوی له لارې راوګرځولې، دوی (ګلم جمو) ويل: موږ د ماشوم د پيدا کېدو د مهال ننداره کوو او دا يې وکړل!!!
د ثور اتمه توره او کرغېړنه ورځ ده، چې له هغه وروسته هغه پېښې وشوې، چې د لوط عليه السلام قوم هم نه وې کړې په هلکانو باندې نکاح ګانې وتړل شوې (دوه جرمونه: يو لواطت کول، بل د نکاح دودول). د ثور اتمې هغه کرغېړنې ورځې را منځ ته کړې چې د يوه کلي خلک بل کلي ته نه شو تللی، له يوه ولايته خو بل ته د هر چا تګ ممکن نه ؤ. ځکه د ثور د اتمې فاتحانو عجيبه عجيبه خوبونه ليدل او هغه يې پلي کول، مثلاً د پنجشير تيورسن او د بدخشان رهبر په شريکه خوب يني چې پښتنو دوه نيم سوه کاله حکومت کړی اوس يې حکومت چپه شو، بايد لوی تاجکستان جوړ کړو د دې هدف ترلاسه کولو لپاره بايد مقابله، مبارزه او مجادله وشي. نو دوی دواړو څوارلس کلن جهاد هم د تاجکستان کبير لپاره کړی او بيا يې هم تابيا ور ته نيولې وه، چې په دې لاره کې يې ډېرې هڅې وکړې.
د ثور له اتمې بعد د بدخشانيانو رهبر چې د کابل د ارګ مشر ؤ، خپله څلور مياشتۍ واکمنۍ (د اهل القعد و النحل شوری) له لارې وغځوله او د ارګ څوکۍ يې په ځان پسې نټ او بولټ کړه او له ځان سره يې هر لوري ته ګرده ګرځوله.
د ثور له اتمې وروسته هم ځينو افغان مشرانو د رباني له ټولو جرمونو سره سره د هغه مرسته او ملاتړ کاو، په پټو سترګوو يې د هغه حکومت شرعي او قانوني دولت ګاڼه او ځينې مشران د رباني د دولت خلاف د خپلو اهدافو لپاره جنګېدل. د ثور له اتمې وروسته څلور پنځه کاله وروسته د طالبانو اسلامي تحريک د ملت له منځه را پورته شو، د شر او وفساد خلاف يې جهاد پيل کړ، چې په ډېر لږ وخت کې د کابل تر دروازو ورسېدل، حزب اسلامي له چهار اسياب څخه سروبي ته وتښتېده او بيا د حزب مشر له مسعود سره له جوړ جاړي وروستته کابل ته لاړ، چې وروسته يې د طالبانو د عملياتو په مقابل کې توان له لاسه ورکړ او ټول په ډېر ذلت سره د هېواد شمال ته وتښتېدل.
طالبانو کابل ونيو د خاد پخواني مشر او د کمونيستانو وروستی جمهور رئيس ډاکټر نجيب يې د ملګرو ملتونو له دفتره راووېست په اريانا څلور لارې کې يې وځړاوه. اسلامي امارت په کابل او نور هېواد کې شريعت نافذ او اسلامي حدود يې جاري کړل. او د هېواد د پاتې سيمو نيولو ته يې ملا وتړله. ولې د نړيوال کفر په ګېډه کې دردونه پيل شول او د اسلامي امارت د ړنګولو لپاره يې لاسونه سره يو کړل او د ثور د اتمې پهلوانانو د شرقي او غربي کفارو په دروازو کې د نياز او عجز تندي کېښودل.

عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button