لوګر: د ملي اردو د څلورم کنډک د رئیس ارکان په شمول ۶ سرتیري وژل شوي

عزم(چهارشنبه، ۸ غویی ۱۴۰۰): له لوګر ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې بیګا شپه طالبانو د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ په ودانۍ له څو لوریو بریدونه کړي.

ویل کیږي طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته څیرمه عیدګاه سیمې ته رسیدلي د ملي اردو د څلورم کنډک د رئیس ارکان زریالي خان په شمول شپږ سرتیري یې وژلي او تر لسو پورې نور یې ټپیان کړي دي.

راپور کې راغلي چې کمانډو ځواکونه سیمې ته د جګړې د مهار کولو لپاره تللي خو د طالبانو له کمین سره مخ شوي، په لاره کې بند پاته دي او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې.

په دې وروستیو کې لوګر ولایت کې امنیتي پیښې زیاتې شوي او هره ورځ د جګړې شاهد وي، لویه لار یې هم اکثر وخت د طالبانو د بریدونو له امله تړل شوې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button