له دې وروسته به د افغانستان کرنیز توکي په خپل نامه بهر ته صادرېږي

عزم(چهارشنبه، ۰۸، غويي ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وايي، جغرافیایي نښه یا GI  د صادراتي توکو هغه نښې دي، چې د دغو توکو جغرافیایي مبدا ټاکي او مشخصه ځانګړتیاوې لري. په دې سیسټم کې د یوې ځانګړې جغرافیایي سیمې د یو کرنیز او صنعتي محصول ټول ځانګړتیاوې ثبتېږي.

«جغرافیایي نښه ځانګړې جغرافیایي اصل پورې اړوندو محصولاتو باندې لګول کېږي، لکه «ښار، سیمه یا هېواد»، چې د څرنګوالي، شهرت او دې ورته ځانګړتیاوو په درلودو سره لګول کېږي. د جغرافیایي نښو کارول کولای شي، چې د ځانګړې کیفیت د تصدیق کوونکي په توګه عمل وکړي، چې محصول په سنتي او محلي بڼه رامنځته شي. جغرافیایي نښې بېلابېلو کرنیزو، خوراکي توکو او لاسي صنایعو پراختیا ته لارهواروي له یوځانګړې سیمې څخه سرچینه اخلي او ددې ترڅنګ په یادو سیمو کې د ټولنیز او اقتصادي پیاوړتیا لامل ګرځي. د GIپه سیسټم کې د ځانګړو کرنیزو او صنعتي توکو واردول په نړیوالو مارکېټونو کې د دغو محصولاتو ارزښت لوړوي او ترڅنګ یې دافغانستان کرنیز او صنعتي توکو ته هویت ورکوي.»

د یاد وزارت د چارواکو په خبره، اوسمهال د افغانستان زعفران«GI» کې ثبت شوي او د کندهار انار او ځڼغوزي هم ثبت شوي دي. «کله چې موږ په دې بریالی شو چې خپل محصولات د «GI»  په سیسټم کې ثبت کړو، نو بل هیڅ هېواد نه شي کولای چې زموږ محصولات په خپل نوم صادر کړي؛ دا زموږ مالکیت دی. په ورته وخت کې د «جي آی» سیسټم موږ ته دا ګټه هم رسوي چې خپل محصولات په لوړه بیه خرڅ کړو. هیڅ ډول سرټفکېټ ته اړتیانشته او په مستقیمه توګه اروپایي مارکېټونو ته لاس رسی پیداکوو.»

د «جي، آی» په سیسټم کې د ځانګړو کرنیزو او صنعتي توکو واردول په نړیوالو مارکېټونو کې د دغو محصولاتو ارزښت لوړوي او ترڅنګ یې د دافغانستان کرنیز او صنعتي توکو ته هویت ورکوي.

«په اسیا کې د تولیداتو سلګونه جفرافیایي نښې ثبت شوې دي، د بېلګې په ډول په چین، هندوستان، جاپان او دې ته ورته نورو ډېرو هېوادونو کې پراختیا موندلې ده، چې له دې ډلې په هند کې د ارجیلینګ چای شاملول، د کمبودیا کمپوت مرچ، د چین لانګ جینګ چای، د ټایلند بروکید تای لمفون ورېښیم او داسې نور دي.»

د جغرافیایي نښو د سیسټم لپاره اړین اسناد چمتو کول، لکه کنټرول، د جغرافیایي نښو د ارزونې لارښود، د جغرافیایي نښو د ملي سېمبول (لوګو) څخه د استفادې پرېکړه کول، د ټاکل شوو زنځیرونو د ارزښت ارزونه او د یادو توکو د مشخصاتو لپاره کتاب چمتوکول نور هغه څه دي چې، په دې برخه کې تر سره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: