ننګرهار کې د مرمرو ۱۶ کارخونې هر کال ۳۰ زره ټنه تولیدات لري

عزم(چهارشنبه، ۰۸، غويي ۱۴۰۰): د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي، په ننګرهار کې د مرمرو ډبرو ۱۶ کارخونې فعاله دي، چې هر کال ۳۰ زره ټنه تولیدات لري.

د دې خونې مسوولین وايي، د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټي کې پر ۱۶ کارخونو تر ۵۰ مېلیونه امریکايي ډالرو پانګونه شوې ده، چې سلګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.« د مرمرو یادې کاخونې په کال کې ۳۰ زره ټنه تولیدات لري او په دغه ولایت کې یې تر پینځه سوو زیاتو خلکو ته په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړې ده.»

د سوداګرۍ خونې د مسوولینو په خبره، د شیخ مصري ښارګوټي سربېره په اتمه ناحیه، دوه سرکې او نورو سیمو کې هم د مرمرو ډبرو کارخونې فعاله دي، چې هر کال ۳۰ زره ټنه په لوړ کیفیت د مرمرو بېلابېل ډول ډېزاینونه تر جوړولو وروسته بازار ته وړاندې کوي. «د مرمرو پروسس شوي ډېزاينونه د هېواد ولایتونو سربېره ايټاليا، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته هم لېږل کېږي.»

د دې کارخونو مسوولین وايي، که په هېواد کې د سولې روانې خبرې ژر یوې پایلې ته ورسېږي، نو زرګونه پانګه‌وال به په هېواد کې پانګه اچوونې ته زړه ښه کړي، چې ورسره به زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړینو اومه توکو او ماشینرۍ تعرفې په معاف کولو سره د هېواد کورنیو صنایعو د ودې لپاره لازم شرایط برابر شوي دي.

په هېواد کې د مرمرو ډبرو ګڼ ډوله شته، چې له ټولو ډولونو په بېلابېلو برخو کې کار اخیستل کېږي او ډېره برخه یې چین ته هم صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: