د حضرت انس بن نضر رضی الله عنه د شهادت قصه

راټولونه: ابرار بهــــــیر

حضرت انس بن نضر رضی الله عنه یو صحابي وو چي د بدر په غزا کي یي ګډون نه وو کړی، نوموړي په دې وجه چي د اسلام په لومړنۍ لویه غزا کي یي ګډون نه وو کړی پر ځان به یي ملامتي ویله ډېر خوابدی او په زړه به غمجن وو، په هر صورت په دې هیله که د اسلام بله غزا پېښه سوه حتما به ګډون پکي کوي، د تقدیر پریکړه وه چي د احد غزا پېښه سوه.
حضرت انس رضی الله عنه په ډیره مینه او زړورتوب یې په دې غزا کي ګډون وکړ د غزا په لومړي سر کي مسلمانانو فتح (برلاسی) تر لاسه کړ خو د یوې تېروتني له امله مسلمانانو ماته وخوړه، تېروتنه دا وه چې رسول اللهﷺ ځینو صحابه کرامو رضی الله عنهم ته دنده ورکړې وه چي د غره په یوه کوتل به کشېني، مسلمانان که فتحه تر لاسه کړي او که ماته وخوري باید دوی ولاړ نسي خو له بده مرغه دوی هغه وخت ولاړ سوه چي په لومړیو کي مسلمانانو بری تر لاسه کړ، کله چي دوی ولاړیده په دوی کي چي کوم امر وو هغه منع کړه چي مه ولاړیږﺉ، خو دوی دا ویل چي کافرانو ماته وخوړه د تیښتي په حالت کي دي باید ورپسي ورسو او د غنیمت مالونه ورڅخه راټول کړو او دا فکر یې کاوه چي د رسول اللهﷺ امر چي موږ ته یي د نه ولاړیدوکړی وو، یوازي د بریالیتوب تر وخته پوري وو.
اخر دا چي مسلمانان له دې ځایه څخه ولاړ سوه د جګړې ډګر ته ورسیدل، تښتېدونکو کافرانو چي دغه ځای خالي ولیدﺉ نو د وخت څخه یې ګټه واخستل او د دغه لوري څخه یې پر مسلمانانو حمله وکړه مسلمانان د ناخبرۍ په حال کي وو چي د سختو بریدونو سره مخ سول، د دوو طرفو څخه د کافرانو په منځ کي راغلل په پایله کي د ماتي سره مخ سوه مسلمانان په وارخطایۍ سره په هر لوري تښتېدل، حضرت انس رضی الله عنه ولیدل چي یو صحابي
حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه را روان دی- ده مبارک ورته وویل: ای سعده! چیرته ځې؟ په الله ﷻ قسم کوم چي د احد د غره څخه د جنت بوی راځي، د دې خبري د کولو وروسته یې توره پورته کړه په میړانه د کافرانو په یوه ډله ور ننوتی سخته جګړه یې پیل کړه تر هغه وخته پوري نه را ووتی تر څو شهید سو.
د شهادت څخه وروسته چي وکتل سو ټوله بدن یې غلبیل سوی وو تر اتیا زیات زخمونه یې پر بدن کي د غشو او تورو وو ان تر دې چي نه پېژندل کیده، اخر د ګوتو پر بندونو وپېژندل سو.
یادونه: څوک چي په رښتيني او مخلصانه ډول د اللهﷻ د رضا غوښتونکي وي نو خامخا به یي سعادت الدارین په برخه رسیژي، خپلو موخو ته رسیژي او له خپل خالق ﷻ سره به واصل کیژي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button