سږ کال به په ننګرهار کې د شفتالو حاصلات له ۵ زرو ټنو پورته وي

عزم(پنجشنبه، ۰۹، غويي ۱۴۰۰): د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې شفتالو کرل شوي دي، چې سږ کال به یې حاصلات د پرو سږکال په پرتله څو برابره زیات وي.

د ننګرهار د کرنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې په نږدې ۳،۰۶۹ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، چې ۱،۸۷۰جریهب یې په حاصل راغلي دي.« د اټکل له مخې به سږ کال له یادو بڼونو ۵،۵۴۶ ټنه حاصلات تر لاسه شي او له امله به یې شااوخوا ۳ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

د خبرپاڼې له مخې، پرو سږکال په ننګرهار کې ۲،۲۴۰ټنه د شفتالو حاصلات راټول شوي وو، خو سږ کال د مخکنېیو بڼونو د حاصلاتو د ورکړې، د مرضونو څخه د ژغورنې او ورته د ښې پاملرنې له امله یې حاصلات څه باندې ۵ زرو ټنو ته رسېدلي دي. «په ننګرهار کې د شلیل یا وا وایټ، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلا ګولډ نوعه شفتالان کرل شوي چې د شلیل یا وا وایټ نوعه یې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کیږي.»

د ننګرهار بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شیرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور،کوټ او مومندرې ولسواليو کې د شفتالانو باغونه جوړ شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button