د کرونا چټکه څپه او د حکومت بې‌غوري

خط اول

له تېرو دوو اوونیو راهیسې په نړۍ کې کرونا بیا زور اخیستی دی. د کرونا درېیمه څپه په چټکۍ خپرېږي، چې ځینې هېوادونه یې فلج کېدو ته نږدې کړي. په هندوستان کې وضعیت بېخي خراب دی. هلته روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي او په یوه کسیز بستر کې دوه ـ دوه نفره پراته وي. د افغانستان په ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو کې وضعیت له کنټرول وتلی ښکاري. په ایران کې هم هره ورځ له ۲۰ زرو پورته د کرونا مثبتې پېښې ثبتېږي او زرګونه تنه پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په پاکستان کې هم د کرونا د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی دی.

په افغانستان کې حکومت لا هم د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي خبرې کوي؛ خو دلته هم هره ورځ له ۲۰۰ پورته مثبتې پېښې ثبتېږي. د نورې نړۍ په پرتله زموږ روغتیايي وضعیت ډېر خراب دی او زرګونه داسې کسان هم شته، چې په کرونا ککړ شوي، خو د حکومت له لوري ثبت شوي نه دي. څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې په هېواد کې د کرونا نوې برېتانوې بڼې پېښې هم ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت روانه اوونۍ له حکومت غوښتي وو، چې له هندوستان سره خپل پروازونه بند کړي او له ایران او پاکستان سره هم ځمکنۍ لارې وتړي؛ ځکه دغه دواړو هېوادونو ته هره ورځ زرګونه تنه افغانان تګ راتګ کوي. په زړه پورې خبره دا ده چې پاکستان او ایران ته اوښتونکي خلک باید د کرونا ازموینه له ځانونو سره ولري؛ خو که افغانستان ته هر څوک، هره ورځ له هره ځایه راځي، څوک ترې د کرونا د ازموینې پوښتنه نه کوي.

د روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې حکومت ته یې یوه طرحه سپارلې ده او د ژر عملي کېدو هیله یې لري. په دغه طرحه کې د شپې پر مهال ګرځندیز، د ګڼه ګوڼې په ځایونو بندیز او له هندوستان، ایران او پاکستان سره په تګ راتګ کې کموالی دی. که حکومت دې ته په انتظار وي، چې وضعیت نور هم خراب شي او بیا کرنتین اعلان کړې، نو لویه تېروتنه کوي؛ ځکه زموږ خلک غریب دي او اړ دي چې هره ورځ کار وکړي او د ماښام لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي. حکومت دې له ایران او پاکستان سره د سوداګرۍ لارې نه تړي؛ ځکه له یادو دواړو هېوادونو موږ ته ډېر خوراکي، طبي او نور توکي راځي. که چېرته حکومت بیا له یادو دواړو هېوادونو سره پولې په یو مخیز ډول وتړي، نو دلته د خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالی راځي. پرو سږکال هم د کرونا پر مهال د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو اوس چې وضعیت عادي شوی او هره ورځ افغانستان ته زرګونه ټنه توکي راځي، خو بیې بېرته کمې نه‌شوې.

له حکومت سره تر اوسه هندوستان او چین د کرونا د واکسینو مرسته کړې او نړیوال بانک هم د کرونا د واکسینو ژمنه کړې؛ خو تر اوسه یې واکسین حکومت ته نه دي سپارلي. د روغتیا وزارت په لومړیو کې ویل چې د کرونا د واکسینو د پلې کولو لړۍ به چټکه کړي، خو په تېرو دوو میاشتو کې تر اوسه یوازې تر ۵۰زرو خلکو ته د کرونا واکسین ورکړل شوي دي.

حکومت باید د کرونا پر وړاندې بې‌غوري ونه کړي او د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي. نه زموږ حکومت د نړۍ د نورو هېوادونو په شان اقتصاد لري او نه یې روغتیايي سیستم جوړ دی. په حکومت کې بله لویه ستونزه د اداري فساد ده. د کرونا د راپیدا کېدو راهیسې د نړۍ ګڼو هېوادونو له افغان حکومت سره تر یوه مېلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې، خو د دغو مرستو ډېره برخه د روغتیايي چارواکو له لوري چور شوې ده. حکومت یې په غبرګون کې یوازې چارواکي له دندو ګوښه کړل، خو هېڅوک یې هم د محاکمې مېز ته راکش نه کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ د چین، پاکستان، بنګله‌دېش، نیپال او سرېلانکا له بهرنیو چارو وزیرانو سره ګډه انلاین ناسته کړې وه او د کرونا دورې څخه وروسته پړاو لپاره یې د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د فقر د کموالو په اړه یې د یادو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړې.

همدارنګه یاد وزارت د تېرې دوشنبې پر ورځ د هېواد له ټولو وګړو غوښتي وو، چې له اړتیا پرته دې هندوستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغه افغان وګړي چې په یاد هېواد کې مېشت دي او افغانستان ته راستنېږي باید د کرونا د ازموینې پاڼه له ځان سره ولري. دغه چارې هلته د پلې کېدو وړ دي، چې هوايي ډګرونه او ځمکنۍ لارې په سم ډول تر څار لاندې ونیول شي او د کرونا د مخنیوي چټکې هڅې وشي. په هېواد کې لا هم وضعیت خراب شوی نه دی او حکومت کولی چې کرونا اوس مهار کړي، ګنې دلته به وضعیت له ایران او هندوستان هم خراب وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: