د دکتور المشرقي او سر جامس مجلس (د الله تعالی د جلال او عظمت یادونې)

استاد حامد افغان
دکتور عنایت الله المشرقي روایت کا: د کال: 1909م کومه ورځ وه، شړقنده باران وریده، د څه کار لپاره له کوره ووتلم، چې د فلکیاتو وتلی ماهر او د کامبرج پوهنتون استاد سر جامس جینز * (James Hopwood Jeans) مې ولید، انجیل او چترۍ یې تخرګ کې نیولي و او کلیسا ته روان و!

دکتور المشرقي زیاتوي: زه ورنږدې شوم او سلام مې ورته وکړ، خو هغه ځواب رانه کړ! بیا مې چې سلام پرې وکړ راته کړه یې: وایه! څه رانه غواړې؟ مال ښاغلیه! غواړم دوه پوښتنې درنه وکړم، یوه دا چې په دا سخت باران کې دې چترۍ ولې په تخرګ کې نیولې ده؟! هغه موسکی شو، دستې یې چترۍ خلاصه کړه او پر سر یې ونیوله.

علامة المشرقي وایي: ورته ومې ویل چې دویمه پوښتنه دا ده چې ستا په څېر د نړۍ مشهور او وتلی عالم شخصیت ولې کلیسا ته روان دی؟! د دې پوښتنې ځواب ته لیږ ځنډ تم شو، وروسته یې راته وویل: سبا مازدیګر زما کور ته د چای لپاره راشه!

سبا مازدیګر پوره څلور بجې چې د سر جامس کور ته ورغلم، د هغه مېرمن لیډي جامس راووتله، راته کړه یې چې سر جامس ستاسو انتظار کوي، کور ته یې ورغلم او د ده شخصي کوټې ته ورننوتلم، هغه مې ولید، مخته یې کوچنی مېز ایښی و او پر هغه دپاسه د چای لوښي ایښي وو او پروفیسر جامس پخپلو چورتونو کې غرق تللی و.

زه چې ورسره کېنستلم، سمدستې یې راته وویل: پرون دې څه پوښتنه کوله؟ ما لا څه نه و ورته ویلي چې راته لګیا شو او د اسماني اجرامو د جوړښت په اړه یې تقریر پیل کړ، د اسماني مخلوقاتو حیرانوونکي نظام، د هغو ابعادو او سور و بر، لا محدودو فاصلو، لارو، مدارونو، د هغو جاذبیت او حیرانوونکیو رڼاګانو په اړه یې اوږدې خبرې وکړې. د هغه خبرې دومره دلچسپې او د زړه تل ته ښکته کیدونکې وې چې د الله تعالی له هیبت او جلاله مې زړه په غورځیدا شو!

پروفیسر جامس ته مې پام شو د سر وېښتان یې شخ ولاړ وو، له سترګو یې د اوښکو ویالې رابهیدلې! او د الله تعالی ډاره یې لاسونه لړزیدل! لیږ ځنډ غلی شو، وروسته بیا شرو شو، ول اې عنایت الله خانه! کله چې د الله تعالی عحیبه مخلوقاتو ته ګورم، بدن مې د الله تعالی له عظمت او جلال نه په لړزا شي! خو کله چې هغه ته رکوع شم او ووایم “ته خامخا ډېر لوی «إنك لعظيم!» یې؛ احساسوم چې د بدن هر غړی د الله د عظمت دا اقرار راسره تائیدوي او دا مهال د خوندور ارام او لویې نېکمرغې احساس کوم، داسې احساس چې هغه د هر چا له احساسه زر برخې لوړ او زیات وي! نو عنایت الله خانه پوه شوې چې زه ولې کلیسا ته ځم؟

دکتور عنایت الله زیاتوي: د پروفیسور جامس دې تقریر زما په عقل کې توفان راپورته کړ، ورته ومې ویل: ښاغلیه! ستا علمي تفصیلاتو زه ډېر زیات اغېزمن کړم او په دې لړ کې مې زموږ د سپېڅلي کتاب یو ایت ذهن ته راغی، که مو خوښه یي زه به یې درته تلاوت کړم؟ هغه د اثبات په توګه سر وښوروه او راته کړه یې: زه به یې په مینه واورم.

دکتور المشرقي وایي ما دا ایت ورته تلاوت کړ: وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌۢ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوٰنُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ. وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَآبِّ وَالْأَنْعٰمِ مُخْتَلِفٌ أَلْوٰنُهُۥ كَذٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ۗ. [سُوۡرَةُ فَاطِر :27/28]. ژباړه: په غرونو کې هم سپيني، سرې او تكي توري ليكي (لاري) موندل کیږي چي بېلابېل رنګونه یې وي. او په همدې ډول د انسانانو، ځناورو او څارويو رنګونه هم مختلف دي. حقيقت دا دى چي د الله د بندګانو څخه یوازي عالمان د هغه څخه وېریږي.

المشرقي وایی د دې ایت په اوریدو سره سر جامس چیغه کړه، په تعجب یې راته وویل: تا څه وویل؟ ﴿إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾؟! ډېره او بېخې عجیبه خبره ده!! دا خبره خو ما ته له پینځوس کلنو اوږدو او سختو څېړنو او تجربو وروسته معلومه شوې ده! محمد ته دا خبره چا کړې وه؟! ایا ته رښتیا وایې دا خبره قران کې شته؟! که چرته دا خبره قران همداسې راخیستې وي نو همدا اوس زما له خوا دا شاهدي ولیکه چې قران د الله له لوري وحي ده. محمد (ﷺ) خو امي و، هغه نه شوی کولی پخپله داراز راپیدا کړي، بلکې هغه ته خامخا داراز الله ورزده کړی دی. رښتیا هم دا حیرانوونکې خبره ده.

* دکتور عنایت الله المشرقي ناویشلي هند کې زېږیدلی و او وروسته لاهور کې مېشت شوی و، نوموړی د ریاضیاتو ماهر عالم او مفکر ګڼل کیږي، د هند و پاک سیمه کې د ( خاکسار تحریک) په نوم ډلې بنسټګر دی او نور حالات یې پخپله چرته ګورئ. دا بل پرنګی د برتانیې دی د کامبرج مشهور پوهنتون استاد او فلکیاتو وتلی ماهر و.

لطفاً لیکنه لایک او شیر کړئ چې ملحدانو او شکاکیانو ته ورسیږي او کمنټ کې تسبیحات او د الله تعالی د عظمت او جلال جملې ولیکئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button