سوله غوښتونکي باید د طالبانو له داعیې ملاتړ وکړي!

ليکنه: عبدالرحمن سعید
کله چې له بې سارو قربانيو وروسته شوروي يرغل پای ته ورسېد او د کابل پاتې شوني يې هم ختم شول، نو له بده مرغه مجاهدين د يو سوچه اسلامي، خپلواک او قوي مرکزي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلل، نو کورنۍ جګړې پيل شوې او دغه بدبختي آن تر دې حده ورسېده چې د هېواد ګوټ ګوټ کې مختلف حکومتونه جوړ شول. غلا، قتل، ډاکې، چور او چپاول عام شو او ټولنيز اخلاق هم دومره خراب شول چې ډېر داسې څه پيښ شول، چې قلم يې له ليکلو حيا کوي.
پس له څو کلونو تېرېدو بالآخره د ولس د صبر کاسه ډکه شوه او الله تعالی د مظلوم افغان ولس دعاوې قبولې کړې، له کندهار څخه د لوی ملا صاحب رحمه الله په مشرۍ يو سپېڅلي تحريک سر راپورته کړ. دا تحريک نو هغه مهال هېوادوالو د ملائکو صف ګاڼه. ولسونو يې کلک ملاتړ وکړ او ډېر ژر يې ټول هېواد له دغو بدبختيو وژغوره. همدغه شهر ناپرستان هېواد کې داسې امن راغی چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ وه.
دا ځکه چې طالبانو د هغه سپېڅلي دين نظام قائم کړ، چې خالق تعالی جل جلاله د خپل مخلوق لپاره رالېږلی دی. په دې توګه نو له پېړيو پېړيو وروسته ټولې نړۍ يو ځل بيا د اسلامي نظام ژوندی مثال وليد.
خو کفارو کله دغه نظام زغملی شوای؟! نو هماغه ؤ چې د وخت ستر کبرجن امپراطور او د امريکا ولسمشر (بوش) د صليبي جګړې د پيل اعلان وکړ او پر ګران هېواد يې يرغل وکړ. د طالبانو نظام يې راوپرځاؤ او پر ځای يې داسې يوه ګوډاګۍ اداره جوړه کړه چې د دوی په اشارو نڅيږي.
اوس چې د دغه فاسد رژيم دوه لسيزې پوره کيږي، د افغان ملت د صبر کاسه بيا ډکه ده. صليبيان هم نور ستړي دي او غواړي چې دغه ناکامه جګړه پای ته ورسوي، خو د کابل حکومت چارواکي لا تر اوسه نه دي ستړي، جیبونه یې لا نه دي ډک او زړونه یې لا نه دي یخ. هغوی غواړي نور هم د دغې جګړې په دوام سره خپلې شخصي ګټې وپالي او د خپلو نفسي خواهشاتو، عياشي او فحاشي مخه يې ډب نه شي. دوی سره د افغان ملت د ژوند، عزت او بقا هيڅ فکر او پلان نشته، ځکه چې دوی له خارجه راغلي، کورنه او بچيان يې هلته دي او دوی به هم بيرته هلته ځي. دوی وجدان نه لري، اسلاميت او افغانيت نه لري، ملي غرور يې نشته او حتی هيڅ انسانيت نه لري.
دوی غواړي له نړيوالو، يا له همدې ولسه دومره پيسې وشوکوي چې هم د دوی د عياشي او فحاشي خرچه برابره کړي او هم د دې ولس يو شمېر ځوانان د لس زره ــ پنځلس زره پيسو په مقابل کې د خپل نظام د بقا لپاره بيرته له افغان ولس سره وجنګوي. دوی ته د دغو ځوانانو (عسکرو) ژوند هيڅ ارزښت نه لري، فقط د ډال په څېر يې کاروي. که هغه وژل کيږي، نور ورجلوي او که هغه وژل کيږي نور… . ځکه چې دغه وطن دومره غربت ځپلی او دومره پراخ تبليغات پکې شوي؛ چې اوس په اسانۍ سره دومره شمېر ځوانان بې لارې کولی او د ځان ساتونکي جوړولی شي، چې د دوی ناولی رژيم يو څه وخت پرې وپايي.
خو دا چې له دوی او د دوی له تنخوا خورو ورهاخوا، نور ګرد ملت د دوی خلاف دی، ځکه نو بايد په دې وپوهيږي چې: په زور کلي نه کيږي!.
هغه خلک چې سوله غواړي، بايد پوه وي چې سوله یوازې د مظلوم ولس غوښتنه ده، له غربه راغلي ټاميان هيڅکله د سولې اراده نه لري. ملت بايد فکر وکړي، ايا په سوله کې د دغو ټاميانو شخصي ګټې خوندي دي؟ ايا د مذاکراتو د کاميابي او صلحې په صورت کې به د دوی دغه ډالري معاشونه، پراخ فساد او حاکميت پر خپل ځای پاتې وي؟
نو فکر وکړئ، دوی به ولې سوله غواړي؟ د دوی يې په سوله کې څه ګټه ده؟
سوله خو به هغه طالب غواړي چې له خپل کلي او سيمې فرار دی، سوله هغه طالب غواړي چې دوه لسيزې يې په غرونو کې د مرګ تر ګواښ لاندې تېرې کړې، سوله هغه طالب غواړي چې د کورنۍ غړي يې په شهادت رسيدلی، سوله د هغه طالب آرمان دی چې د باګرام، څرخي او ګوانتانامو زندانونو کې يې هډونه وراسته شول او د خپلو خپلوانو په دیدن پسې یې سترګې ړندې شوې.
هو! سوله د طالب آرمان دی، ټاميان سوله نه غواړي او نه يې څه ګټه پکې شته.
طالبان پر سوله باور لري، طالبان غواړي د خبرو اترو له لارې خپل هدف ته ورسيږي او اسلامي نظام قائم شي. هغه غوټه چې په لاس خلاصيږي، غاښ ته يې څه حاجت؟ خو دا چې حکومت خبرو ته غوږ نه نيسي او اسلامي نظام او سولې ته غاړه نه ږدي، نو طالبان مجبور دې چې د سولې او اسلامي نظام لپاره له نظامي او جګړه ايزې لارې کار واخلي، پايله دا چې طالبان د سولې لپاره جنګيږي او سوله غواړي!.
خو د چې د کابل حکومت سوله نه غواړي او په سوله کې خپل خير نه ويني.
په سوله کې به حتماً د دوی دغه فرعوني قصرونه د افغان ملت جونګړو ته حساب ورکوي، د سولې په صورت کې به د دوی دغه ډالري تنخوا ګانې نه وي.
نو اې ګرانو هېوادوالو! د سولې د راتللو لپاره د طالبانو له داعيې ملاتړ وکړئ، غږ اوچت کړئ او د دغه فاسد رژيم خلاف ملي پاڅون پيل کړئ.
کنه همداسې به وژل کيږو.
هم به مړه يو هم به پړه.

فاعتبروا يا اولی الالباب…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: