زلمي خلیلزاد له طالب مشرانو سره لیدلي

  عزم،جمعه،۱۰غویي۱۴۰۰):په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو د تړون له مخې ټاکل شوې وه چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې به ټول بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي؛ تازه د طالبانو ویاند خبر ورکړی چې د یادې نیټې تر بشپړیدو دوه ورځې وړاندې «د اپریل پر ۲۹مه نیټه» ورسره د زلمي خلیلزاد په مشري امریکایي پلاوي ملاقات کړی دی.

طالب ویاند ډاکټر نعیم ویلي: خلیلزاد په دغه لیدنه کې د دوی د سیاسي دفتر له مشر ملابرادر اخند سره
،دافغانستان په اوسني وضعیت، دسولې په روانې پروسې او اړونده موضوعاتو خبرې وکړې.

خلیلزاد داسې مهال له طالب استازو سره ګوري، چې وړمه ورځ د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی وه، چې امریکا غواړي، افغانستان کې د اوړي موسم تر رارسیدو وړاندې، خپل ځواکونه له دغه هیواده وباسي او ددې لپاره امریکا هڅه کوي څو د زلمي خلیلزاد په مټ له طالبانو وغواړي چې د وتلو پرمهال یې پر وړاندې جګړې توندې نه کړي.

ویل کیږي چې خلیلزاد په دغه سفر کې د کابل د مذاکراتي ټیم له غړو سره هم جلا لیدنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد به نن ورځ د دوحې په ښار کې د افغان سولې په تړاو د ترویکا په نامه مهم کنفرانس کې ګډون وکړي.
یاد کنفرانس د روسیې، چین، پاکستان، قطر او ترکیې استازي هم ګډون کوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button