د مۍ لومړۍ ــ د کارګر ورځ

د اسلام مبارک دين د ژوند په ټولو چارو کې منظم او ښکلي اصول لري، چې په اساس يې بايد مسلمانان په دنيا کې ژوند وکړي. که دا اصول، مقررات او قوانين په ورځنيو چارو کې عملي شي؛ هيڅوک به ستونزې او کړاوونه و نه ويني، هر لوری او هرې خوا ته به سوکالي او ارامي وي.
د اسلام مبارک دين يوازې د رهبانيت دين نه دی، د دنيا او اخرت ګټلو دين دی، «ورهبانية ابتدعوها ما کتبنها علیهم الا ابتغاء رضوان الله فما رعوها حق رعايتها فاتينا الذين امنوا منهم اجرهم وکثیر منهم فسقون.»
اسلام د کار کولو او د خپل ژوند د هوسا کولو دين دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: «الکاسب حبيب الله.» کارګر د الله جل جلاله دوست دی.
صحابه کرامو رضی الله عنهم به شپې عبادت کاو، د ورځې به يې د دين د تبليغ چارې ترسره کولې، نو ورسره به يې حلاله روزي هم ګټله، چا ته يې د سوال لاس نه اوږدولو او که چېرې به چا له رسول الله صلی الله عليه وسلم يا له اصحابو کرامو څخه سوال وکړ نو هغه ته به يې سمه لار ښودله او له سوال کولو نه به يې ايسارولو. يوه ورځ يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د څه غوښتنه وکړه، نو هغه ورته وويل: کور کې څه لرې؟ نوموړي وويل: يو لوښي او یو فرش لرم. نبي عليه السلام ورته وويل: هغه راوړه. چې هغه سړي خپل شيان راوړل، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: دا څوک اخلي؟ يوه کس هغه واخيستل. نبي کريم صلی الله عليه وسلم هغه پیسې نوموړي شخص ته ورکړې او ورته ويې ويل: په دې تبر او ډوډۍ واخله، ځنګل ته ځه، لرګي راوړه او په بازار کې يې خرڅوه. نوموړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم نصيحت او وينا ومنله او په ډېر لږ وخت کې شتمن شو.
د نبوي مدرسې شاګردان داسې وو، چې حلال رزق يې ګټلو او د نورو احسان يې په ځان نه شو منلی. رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرته وروسته د مهاجرينو او انصارو ترمنځ د ورورولۍ تړون وکړ، يو مهاجر او يو انصاري يې سره وروڼه کړل. په دې کې حضرت عبدالرحمن بن عوف او سعد بن ربيع رضی الله عنه سره وروڼه شول، نو انصاري صحابي (سعد بن ربيع رضی الله عنه) مهاجر صحابي (عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه) ته وړانديز وکړ: ته زما ورور يې او په هر څه کې راسره شريک يې، تر دې چې دوې مېرمنې لرم، هره يوه چې غواړې، زه به هغه طلاقه کړم (او له عدت تېرولو وروسته يې) ته په نکاح کړه. خو مهاجر صحابي ورته وويل: ستا په اهل او مال کې دې الله جل جلاله برکت واچوي، ما ته د بازار لاره را وښايه. نو انصاري خپل مهاجر ورور ته د بازار لاره ور وښودله. عبدالرحمن رضی الله عنه په بازار کې سوداګري پېل کړه، په لږ وخت کې د شتمنۍ خاوند شو او ځان ته يې واده وکړ. نو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په لاس د نکرېزو رنګ وليد، ورته ويې ويل: دا څه دي؟ هغه وويل: واده مې وکړ. نو خوږ نبي عليه السلام ورته وويل: اولم ولو بشاة. يعنې وليمه وکړه که مېږه هم وي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل لاس د مزدوري په اړه وايي: هيچا هم د خپل لاس له ګټلې روزي غوره روزي نه ده خوړلې او داود عليه السلام د خپل لاس ګټلې روزي خوړله. (بخاري) همداراز رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وايي، چې هر نبي عليه السلام مېږې څرولې دي، په خپله ده (نبي عليه السلام) هم د قريشو مېږې وزې په څو قيراطونو باندې پوولې.
تر ټولو غوره او پاکيزه کسب د خپل لاس د کار ګټه ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم نه چا وپوښتل: ای الکسب الطيب؟ قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «عمل رجل بیده وکل بیع مبرور.» (رواه احمد) ژباړه: کوم کسب و کار ډېر پاک پاکيزه ده؟ نبي عليه السلام وويل: د يو سړي د خپل لاس کسب و کار او (له ټګۍ برګۍ) پاکه حلاله بيع غوره ده.
اسلام د پاک حلال رزق ګټلو امر کوي او د حلال کسب کسبګر او کارګر د الله جل جلاله دوست ګڼي. اسلام يوازې د شعار دين نه دی، اسلام د عمل دين دی، يعنې يوه شي ته عملي جامه ور اغوندي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: د کارګر مزدوري د هغه د خولو له وچېدو نه وړاندې ورکړئ.
نن د مۍ په لومړۍ نېټه د «کارګر» ورځ لمانځل کيږي؛ ليکوالان ليکنې پرې کوي، ويناوال په غونډو کې ويناوې کوي، حکومتي چارواکي هم په دې ورځ لاپې شاپې کوي، د مزدور او کارګر د تنخوا او معاش د زياتوالي په اړه دروغ وايي او د حکومتونو مخالفين (اپوزيسونونه) هم د ټاکنو ګټلو او خپل دريځ پياوړي کولو په اړه د دروغو د بوجيو خولې خلاصې کړي، کارګرو ته غرونه غوښې او سيندونه ښوروا کړي؛ خو په عمل کې هيڅ هم نه وي!!
د نړۍ ټول حکومتونه مکلف دي چې خپلو وګړيو (رعيت) ته کار پيدا کړي، ښه لوړه تنخوا ورته وټاکي؛ خو په نړۍ کې هر لوري ته د کارګر استثمار کيږي، د کارګرانو د اتحاديو د مشرانو شعارونه ټول دروغ دي/وي. هغوی د کارګرانو د حقوق د ترلاسه کولو لپاره دروغ وايي او که څه تر ګوتو کړي، هغه په خپلو اکاونټونو کې جمع کوي. د کارګرو د حقوقو ترلاسه کولو دروغژنو فعالانو (شوروي کمونستانو) هم له کارګرو هديرې ډکې کړې، د هغو لپاره يې بيخي کار و نه کړ، افغاني کمونيستانو هم د (کور، کالي، ډوډۍ) پر ځای خپل هېوادوال په (۴۲) کلن جنګ کې راښکيل کړل، چې ډېر کارګران د خپل نسب ډکولو لپاره سهار کار او مزدوري پسې لاړل او لا تر اوسه بيا کور ته نه دي ستانه شوي.
د کارګر مزدوري ډېره لږه ده، بايد ورځنۍ مزدورۍ او اُجره له (۶۰۰) افغانيو څخه کمه نه وي،؛ ځکه د يوې اووه کسيزې کورنۍ ګوزاره هم د ورځې په په (۵۰۰) افغانيو نه کيږي، نو پکار ده چې د يو کارګر معاش له دې نه زيات شي.
ليکنه: عبدالرحمن عباس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: