کوم شیان او کړنې اسلام ماتونکي دي؟

اسلام چې یو اسانه او بشپړ دین دی. په هماغه کچه نازک او نرم هم دی، چې وړه غلطي او بدي پکې انسان ته ستره تمامېدلی شي. په دغه مبارک دین کې ځینې داسې شیان هم شته چې مسلمان یې په کولو سره له اسلامه وځي او هغه سببونه دا دي: (له الله تعالی سره شریک نیول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم درواغجن بلل، سحر او جادو کول، د الله جل جلاله دین نه منل، د لمانځه بالکل پرېښودل یا له فرض شویو احکامو انکار کول او په غیر ما انزل الله باندې فیصله کول).

۱ ــ د الله تعالی سره شرییک پیدا کول:
د اسلام تر ټولو ستر ماتونکی د الله تعالی سره په وینا، عمل او عقیده کې شریک نیول دي، لکه: د غیر الله رابلل، یا له الله جل جلاله نه پرته بل چا ته قرباني کول، یا په غیر لله باندې د توکل بروسه کول، چې هغه ګټه او تاوان، شر او خیر ورسوي؛ همداراز له الله جل جلاله نه پرته بل چا نه د مرستې غوښتنې اوازونه کول، چې ډیر عام شیان پکې شامل دي. لکه زیارتونو کې پر خښ شویو مړیو غږ کول، چې خیر دې ور ورسوي او یا دې مرسته ورسره وکړي.
هر هغه څه شرک ګڼل کیږی، چې د الله جل جلاله نه بغیر د مخلوق د توان څخه د هغې کول پوره نه وي او ته یې ترې غواړې، که هغه پېغمبر وي او که ولي وي، که فریشته وي او که لمر، سپوږمۍ وي که ستوري، ونه وي که قبر؛ یا نور داسې مخلوقات وي، چې نه فایده رسولی شي او نه ضرر؛ بلکې ژوند او شتون یې د الله جل جلاله په امر او اذن وي.
نو په دې ایمان درلودل چې د الله جل جلاله ترڅنګ یو بل ځواک هم شته چې د ګټې او تاوان وس لري؛ شرک دی.

۲ ــ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغجن ګڼل:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغجن ګڼل او ورسره کینه کول، یا د هغه له احکامو سره دښمني کول چې د الله جل جلاله له لوري ورته لېږل شوي، یا د سنتو او هغه چا پورې مسخرې کول چې د سنتو پابند وي؛ د اسلام له ماتونکو جزونو څخه دي.

۳ ــ سحر (جادو) کول:
سحر، کوډې، جادو کول او یا په دې پلیت او ناولي عمل یقین کول، همداراز عقیده ساتل چې ساحران، کوډګران او جادوګران له غیبو او د انسان له خیر او شر نه خبر دي، د اسلام له ماتونکو څخه دي؛ ځکه پر غیبو یوازې یو ذات پوهیږي او هغه ذات یوازینی الله جل جلاله دی.

۴ــ د الله جل جلاله دین نه منل:
د الله جل جلاله دین نه منل او یا مخ ور ځنې اړول چې عمل نه پرې کوي. د تل له پاره یې زده کول نه غواړي او نه پرې پوهیږي؛ له اسلام ماتونکو څخه دي. الله جل جلاله د سورت جن په ۱۷ ایت کې فرمايي:
(لِّنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِۦ يَسْلُكْهُ عَذَابًۭا صَعَدًۭا).
ژباړه: څوک چې مخ واړوي د خپل رب له ذکر (کتاب) څخه دا به الله تعالی سخت عذاب ته داخل کړي.

۵ ــ د لمانځه بالکل پرېښودل او له فرضي احکامو انکار کول:
لمونځ چې د اسلام له پنځو بناو څخه دویم دی؛ پرېښودل یې ستره ګنا او د تل له پاره نه کول یې اسلام ماتونکی دی. له دې سره که له ځینو نورو فرض کړل شویو احکامو او حکمونو انکار کیږي؛ نو دا هم له اسلام سر غړونه او بې دیني ده.

۶ ــ په غیر ما انزل الله باندې فیصله کول:
په اسلام دین منګولې لګول او په کامله توګه د هغې منل، حکمونه عملي کول او فیصلې منل حق دي او له دې ور هاخوا نور څه ګمراهي ده. الله تعالی د سورت انعام په ۱۵۳ ایت کې فرمایلي: وَأَنَّ هَٰذَا صِرَٰطِى مُسْتَقِيمًۭا فَٱتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ ٱلسُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِۦ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
ژباړه: دا زما نېغه لار ده، تاسې یې تابعداري وکړئ او په نورو لارو مه ځئ چې تاسې به جدا او خواره واره کړي؛ د حق له لارې څخه. دا د الله تعالی وصیت دي تاسو ته. د دې له پاره چې تاسې کې تقوا راشي.
نو د الله جل جلاله په ثابتو احکاماتو او ستر کتاب (قرانکریم) فیصلې نه کول د اسلام له ماتونکو څخه دي
ژباړه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button