سپېڅلی بغاوت:

د ناروا په یو ډک محفل کې کوم نادانه، بې حاله، غریب، مظلوم ښکارېدونکی؛ خو پوه، هوښیار او دین داره انسان خلکو ته د هغوی بدۍ ور وپېژندې، ستغې یې وویلې؛ نو دا یو سپېڅلی بغاوت شو.
کله چې یو سپاهي او سرحد ساتونکي عسکر له خپل مشره په بد حالت کې سر وغړاوه او دښمن یې مات کړ؛ دا یو سپېڅلی بغاوت دی.
د مرحوم مولانا بجلي ګهر په څير سخت امیر خپل رعیت ته د هغوی ظلمونه، بدۍ، نارواوې، ګناهونه او منفي اړخونه په سخته لهجه کې بیان کړل او هغوی یې ورټل دا سپېڅلی بغاوت دی.
د قرېشو له مشرک ټبر نه څو ځله بې وسه وګړي راپورته شول او د حقاني او ریښتوني پېغمبر ملاتړ یې وکړ. دا سپېڅلی بغاوت دی.
عمر رضي الله عنه خپل بې دینه ماما پسې چې ایمان یې نه و راوړی د وژنې په نېت ګرځېده، ابو عبیده رضي الله عنه په خپل پلار پسې ګرځېده. دا سپېڅلی بغاوت دی.
د عمر رضي الله عنه خور او اوښي د هغه له مخالفت سره، سره اسلام قبول کړ. دا یو سپېڅلی بغاوت دی.
مدیر بې چوکاټه کارونه وکړل او قانون یې مات کړ. لاس لاندي کس یې مشر ته خبر ورکړ. دا سپېڅلی بغاوت دی.
ولس د کافر رهبر پر خلاف راپورته شو. دا یو سپېڅلی بغاوت دی.
د ښار په څلور لارې کې ولاړ د ترافیکو پولیس د وکیل موټر د عادي خلکو په څير ودراوه، کاغذونه، لایسنس او نمبر پلېټ یې ورته وکتل او د نشتون په صورت کې یې هغوی جرمانه او تر محکمې ورسول؛ دا یو سپېڅلی بغاوت دی.
وزیر غلا نه کوله او د ملي شورا غړیو نه یې د باور رایه په ډالرو نه ترلاسه کوله، ولسمشر ته یې رټ ځواب وایه، ولس ته یې هر څه روښانه او واضح ویل، چې د یو سپيڅلي بغاوت نوم ورکوم.
د کلي غریب کروندګر په نره له خپل خان او مالک نه اجوره وغوښتله او چې کمې یې ورکړې؛ نو د حق غوښتنې له پاره د جنايي پېښو تر ماموریته لاړ، چې دا سپېڅلی بغاوت شو.
خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: