هغه لوبغاړی چې ۳۱ کاله یې کرکټ لوبې وکړې!؟

په کرکټ کې ځینې داسې لوبغاړي وي، چې بخت یې له لومړۍ ورځې کوټه شي او بیا کله هم له لوبډلې سره یوځای نشي؛ خو نن به یو داسې لوبغاړی در وپېژنم چې نیږدې یوه پېړۍ ژوند یې کړی او شاوخوا ۳۱ کاله لوبیز ژوند لري، چې د خپل هېواد د اوسنیو لوبغاړو په پرتله یې خورا حیرانونکی ژوند کړی دی.
ویلفیرډ روډز چې د ۱۸۷۷ م کال د اکتوبر په ۲۹ مه انګلستان کې پیدا شوی، د ۱۹۷۳ م کال د جولايي تر ۸ مې یې ژوند کړی دی.
هغه چې د انګلستان په یارکشایر پورې اړوندې سیمې کې یې د کرکټ لومړنۍ لوبې پیل کړې. له پیله الرونډر لوبغاړی و، چې په ښي لاس توپوهنه او په چپ لاس یې سوکه توپ اچونه کوله. لومړنۍ لوبه یې د اسټرالیا پر خلاف د ۱۹ پېړۍ په وروستي کال (۱۸۹۹) د جون په اوله ورځ د اسټرالیا پر خلاف پیل کړه او وروستۍ لوبه یې د ویسټ انډیز پر خلاف د شلمې پېړۍ د ۱۹۳۰ کال د اپرېل په ۳ مه د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړه. په دغه موده کې نوموړي ۱۲۷ ویکټې واخیستې او ۲۳۲۵ منډې یې هم وکړې. نوموړی لومړنی انګلستانی شو، ،چې د ۱۰۰۰ منډو ترڅنګ یې ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې. هغه ټولې ۵۸ ټیسټ لوبې وکړې او د نړۍ تر ټولو د زیات عمر لرونکي لوبغاړي په صفت یې له کرکټ سره مخه ښه وکړه. نوموړی د ریټایرمنټ پر مهال د ۵۲ کلونو او ۱۶۵ ورځو و.
هغه د انګلستان په کورني کرکټ (کاونټي) کې یارکشایر لوبډلې ته ولوبېده. او دی هغه څوک دی چې د کورني کرکټ په څلور ورځنیو (فرسټ کلاس) سیالیو کې یې تر ټولو زیاتې (۱۱۱۰) لوبې کړې دي. هغه په دغو لوبو کې ۴۲۰۴ ویکټې ترلاسه کړې دي. نوموړي ۱۶ ځله په کورني کرکټ (ډومیسټک) کې د یو کال په دوران کې ۱۰۰ ویکټې او ۱۰۰۰ منډې ترسره کړې دي.
ویلفیرډ روډز د ژوند په وروستیو کې د سترګو له ناروغۍ سره مخ شو، چې له امله یې نوموړی په ۱۹۵۲ کې په بشپړه توګه ړوند شو. دی په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د میلبورن کرکټ کلب (MCG) غړی شو، چې د ژوند تر پایه یې یاد غړیتوب درلود.
باید وویل شي، چې د کرکټ په نړۍ کې تر اوسه بل داسې حیرانونکی او افسانوي لوبغاړی نه دی تیر شوی.
خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: