لنډه کیسه: باور او ښېګڼه

وايي چې په یوې لویې، بې سره و سامانه دښتې کې یو سړی د اس پر سپرلۍ تېرېده، څه ګوري چې له ودانۍ او کلیو بانډو لیرې د بې اوبو او سوځوونکې دښتې په منځ کې یو رړوند ځوان په لاره روان دی. د اس والا پرې زړه سوځي او اس ورته دروري. له ځان سره یې پر اس سپروي او درومي. په یو ځای کې ړوند ځوان له اس والا څخه غواړي چې یوازې دی پر اس پاتې شي؛ ځکه د هغه پر وینا: کله پر اس سپور شوی نه و او ستړی شوی هم دی. زړه سواند سړي یې خبره ومنله او له اس څخه کوز شو. د هغه له ښکته کېدلو سره ړوند ځوان اس پر متروکه وواهه او په چټکۍ وتښتېده.
په دې وخت کې زړه سواند سړي ور غږ کړل: «ځوانه، پام کوه دا کیسه په ودانۍ او ښار کې چا ته ونکړې، که نه نو بېا به څوک له چا سره ښېګڼه او زړه سوی نه کوي!».
له تعلیمي نصابه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: