که پرسکونه خوب غواړئ؛ نو له کومو ۷ بدو عادتونو باید ځان خلاص کړئ

ډېر خلک ډاکټرانو ته له دې شکایت سره مل ورځي، چې ماخوستن وختي نشي ویده کېدلی او پرسکونه خوب نلري. خو ایا پوهېږئ، چې بې سکونه خوب او او تر ډېره د خوب نه درلودلو کې تاسې هم پړه یئ؛ ځکه ځینې داسې عادتونه شته چې تاسې یې په نه ترک کولو (پرېښودلو) سره خپل ځان او خوب ته زیان اړوئ.
نو که غواړئ ښه خوب ولرئ؛ په لاندینو څو طبي مشورو عمل وکړئ:
۱ ــ ناوخته خوراک:
ډیری خلک، په ځانګړې توګه ورزشکاره ځوانان، د شرکتونو او فابریکو کاریګر او د سختو کارونو مزدوران کورونو ته ناوخته راځي؛ هغوی ډېر ناوخته د ماسختون ډوډۍ خوري، چې دغه عادت یې ټول خوب له منځه وړي او په یوې سختې ناروغۍ یې اخته کوي. د طبي ماهرینو په وینا: داسې وګړي چې ناوخته ډوډۍ خوري د معدې په تېزابیت یا ایسدیتي باندې اخته کیږي، چې خوب له منځه وړي.
۲ ــ ناوخته ورزش:
د اوسني دور ټول ځوانان په دې هڅه کې دي، چې ځانونه تر نورو زیات فټ وساتي، څو له ناروغیو لیرې وي او تر ډېره صحتمند پاتې شي؛ خو ښايي دوی خبر نه وي، چې ماخوستن ناوخته جیم کلبونو، فایټ میدانونو او ورزشي ځایونو ته تګ د دوی فشار او د وینې جریان تېزوي، چې له امله یې د بدن فعالیت زیاتیږي وجود تېز کار کوي او زمونږ خوب سلګونه میله لرې را نه تښتي. نو غوره دا ده چې خپل ورزشي مهالوېش له لمر لوېدلو وړاندې ترتیب او پای ته ورسوو.
۳ ــ زیاتې خبرې:
ځینې وګړي خوښوي چې همېشه خبرې وکړي، مجلسونه ولري او په بنډارونو کې د شپې تر ناوخته کیني، چې دا کار د هغوی په روغتېا ډېر بد اثر کوي. هغه خلک چې زیاتې خبرې کوي/ کړتن او خبر لوڅ وي. خپل خوب ته زیان اړوي. زیاتې خبرې ذهن مغشوشوي او د سر درد پیدا کوي، چې له امله یې زمونږ ټول سکون او خوب کډه کوي او کله چې ویده شو؛ په خوب کې مو هم له خلکو سره دعوې او لانجې وې.
۴ ــ زیات کار کول:
د نړۍ په هر ډول هېوادونو (ډېرو پرمختللیو، مخ پر ودې او غریبو) کې وګړي د خپل ژوند د ښه کولو او درې وخته خوراک او څښاک له پاره اړ دي، چې کار وکړي، ان که هغه کار ډېر سخت هم وي؛ مګر که څوک د شپې تر ډېره ناوخته کار کوي او بېا د پر سکونه خوب طمعه لري؛ ناممکنه ده. ځکه ډېر کار کول، د زیاتې انرجي د تولید او د بدن د لا زیات ګرماېش لامل کیږي، چې خوب له منځه وړلی شي.
۵ ــ تر ناوخته مطالعه او د سکرین لیدل:
که چېرې د ژوند په کوم دور کې د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون زده کوونکي/ زده کړیالان پاتې شوي یاست؛ نو ښايي د امتحانونو پر مهال مو ضرور تر نیمې شپې درسونه ویلي وي او بېا ویده شوي یاست؛ خو که معمولي څرک مو هم تر غوږ شوی وي؛ نېغ به کېناستلي یاست، چې لامل یې تر ناوخته پورې مطالعه کول دي. همداراز هغه وګړي چې سکرین (موبایل، تلویزیون، کمپیوټر…) ته ګورئ، د سترګو او ذهن په کمزوري اخته کیږي او همدا کمزوري یې خوب له منځه وړي.
۶ ــ د ناروغي لرل: ښايي روغتونونو ته تللي یاست، یا مو ګاونډ کې کوم ناروغ لیدلی وي او ان خپله هم ناروغه شوي یاست؛ نو ضرور مو سم خوب نه دی کړی او بې سکونه به یاست، چې لامل یې همدا ناروغي ده. ناروغي که هر څومره وړه هم وي، ستاسې سکون او خوب له منځه وړي، چې دا یو طبعي خبره ده او ستاسې کومه ګناه پکې نشته.
۷ ــ د زیاتې رڼا شتون: الله تعالی د انسان طبعیت له چاپیریال سره اشنا پیدا کړی دی؛ رڼا او ورځ یې د کار او زیار له پاره او تیاره/ شپه یې د خوب او ارام له پاره پیدا کړې ده؛ نو ځکه ځينې وګړي په زیاتې رڼا کې د خوب له نشتون سر ټکوي، چې درملنه یې اسانه ده. یاد وګړي باید د خوب له پاره تیاره چاپیریال ولټوي.
ژباړه او زیاتونه: سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: