لنډه ټوټه: د کرکې وړ څهرې…!!!

د ۱۳۵۷ کال و، ژوند عادي روان و…
د کابل هوا به هره ورځ د مرغیو او کوترو ښکلیو سیلونو نیولې وه،
مینان به هم پټ پټ پغمان او بابر بڼ ته راتلل،
شاعرانو به د بالاحصار دبدبې، شان او پرتم ته کتل،
چارواکو خپلې دندې پر مخ وړلې،
مامورینو هم هره ورځ خپل صیب ته د موټر په دروازې خلاصولو سره پیلوله.
لا به سهارنۍ رڼا د بازارونو غېږې نه وې روښانه کړې، چې دوکاندارانو به د خپلو دوکانونو (هټیو) له دروازو اوازونه اوچت کړل.
ولسمشر هم له خپل عادت سره سم د سهار له اذانه وړاندې پاسېده، خپلې رڼې سترګۍ او کله هم تور ته مایلې سترګۍ به یې په سترګو کړې او په تروش تندي سره به د خپل فعالیت خونې ته لاړ، په یو اوږد تالار کې به ودرېده او د وزیرانو راپورونه به یې واورېدل، په ځینو شیانو به یې شاباسی ورکاوه او په ځینو مواردو کې به یې په تندي کې ژوروالی ولیدل شو.
د ژوندانه بهیر عادي و…
زه به هم هر سهار له ملالۍ سره ښوونځي ته تللم، د ښوونځي هزاره ملازم (کاکا شاپرک) به مو چې ښه تر پوزې نه و؛ راوستی؛ تر هغو راباندې ورځ نه تېرېدله.
خو لا به څو اونۍ نه وې تیرې شوې، چې زمونږ خوښۍ د کوم (دیو طبیعه) وحشي انسان هضم نشوې او دغه خوښۍ یې له مونږ نه د تل له پاره واخیستې…
هغه زمونږ کورونه وسېزل، زمونږ پلرونه یې شهیدان، میندې بورې، خویندې وارې، زامن یتیمان کړل…
هو په هغه ورځ چې زمونږ د هېواد ډیوه نوره مړه شوه. (سردار داود خان شهید شو)؛ زمونږ خوښۍ پایمال شوې؛ بیا مو کله سره و نه لیدل؛ مګر د زړونو یو تړون مو پاتې شو او هغه دا چې څو د «کرکې وړ څهرو» ته مو د تل له پاره ښیرې او د وطن له پاره د ابادۍ دعاوې وکړې؛ دومره، چې دغو کرکو له ما د میوند ملاله او له ملالې د میوند ایوب خان هېر کړ…
خو اوس هم زما په زړه کې یو داسې څوک شته، چې زمونږ د لوبو کوټنیو ورانونکي ته ښېرې کوي؛ هغو ته ښېرې کوي، چې د کرکې وړ دي. (تره کي، کارمل، امین او نجیب)…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button