د ژوندون تراژيدي!

له ژړا نه ژوندون پیل شي
او ژړا باندې ختمیږي
ته وا یوه لویه تراژیدي ده
بلکې تېر له تراژیدي هم له
ځکه هرې تراژیدي نه
وړاندې ټوله خوشحالي وي
بس یو څه غم ورسره وي
ته وا نوی بیخی نوی
څوک د مړي کور ته راغلل
چې ژړا یې کړه څو چنده
انګولا یې کړه پریمانه
ته وا مالګه برابره شوه
په کوم نوي پرهر
د دردونو په وطن کې
څه عجیبه ځوانۍ خاورې
په هر ځای کې غم راپېښ شي
د خیریت پوښتنه یې نه شي
غم هماغسې غم پاتې
او لا داسې به زیاتیږي.
د پلرونو نښې واړه او
له ایرو سره یوځای شي
هندوان هم نه یو؛ خو خدا ولې؟
د زلمو د بدنونو پر ځای راوړو
د عربو له صحراو
د توریانو له دنیاو
د یورپ سمندرو نه
او د دکن له مزدورو نه
خړې خاورې، ایرې شوي
سوځېدلي جسدونه
دې وطن کې فساد خپور شي
د ښاغلو ټغر ټول شي
هر فاسق زمونږ په مریو
خنجر کیږدي چې خاموش شو
او فناه شو له دې ستړې
دنیاګۍ نه!
ته وا دا دنیا د دوی ده
او مونږ حق د ژوند لرو نه!
خو فلک وايي نادانو
دا ژوندون یوه تراژیدي ده
او ژړا د ژوند اصلي رنګ!
عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: