د پت د لارې شهیده پیغله ناهید

ناهیده هغه ښکلې او رڼا پیغلکه وه چې د خپل عمر شپاړسم سپرلی یې په خوشحالي سره تیرولو.
وخت بدل شو، کابل حکومت ړنګ شو او حکومت د مخالفي ډلې لاسته ورغلو.
ناهید دا مهال د کابل ښار په دریمو مکروریانو کې سره د خپلې پتمنې کورنې وسیدله.
د ډاکټر نجیب د حکومت تر پرځولو وروسته، تنظیمونو خپلمنځي جګړې پیل کړې.
د کابل ښار دریم مکروریان د جمیعت اسلامی د نظار مافیا په لاس کې ولویدل.
د جګړو د پیل سره سم د کابل ښار برښنا قطعه شوه او د اوبو سیستم هم په ټپه ودرید. د مکروریانو اوسیدونکي مجبور شول چې د بلاکونو مخکې د اوبو بمبې ولګوي تر څو د څښاک او ضرورت اوبه تر لاسه کړي.
ناهید هم د ابو وړلو له پاره د کور نه را ښکته شوې وه. خو دا معصومه خبره نه وه چې د دوی د اوسېدنې محل د وحشیانو لاس کې دی.
ناهید د ابو ستل ډک کړی و او د کور خوا ته روانه وه. چې د نظار مافیا بې ناموسه او بې عزته خلکو سره مخ شوه. وحشیانو د ناهیدې په لیدو سره سم وغوښتل دا معصومه انجلۍ له ځان سره بوزي.
خو با عزتې ناهیدې سم د لاسه د کور په لوري منډه کړه. ځان یې کور ته ورسو او د پلار تر څنګ یې ځان امن کې احساس کړو.
پلار يې دوازه بنده کړه او د دوازی شا نه ېې د بی ناموسانو د رټلو کوښښ وکړو.
خو وحشیان د دې خبرو په اوریدو سره نور هم غوسه شول او د دروازي د ماتولو کوښښ یې پیل کړو.
ناهیدي چې ټوله کورنۍ په خطر کې ولیده نو یوه لاره یي غوره وبلله چې هغه هم مرګ و.
شهیدې ناهید د بی عزتۍ ژوند نه مرګ بهتره وبللو او ځان يې د شپږم پوړ نه کښته راوغورځاوه.
ناهید ځای پر ځای شهیده شوه.
وحشیانو محل پریښود.
د دریمو مکروریانو خلک راټول شول، د شهیدې ناهید جنازه ېې واخستله او د ارګ مخې ته یې د رباني دربار ته کیښودله.
خو د ارګ ساتونکو په ډیرې بې رحمي سره دا ټول ولس سره د جنازي ورټلو او اجازه ېې ور نه کړه چې مسعود او رباني ته دوی ور څرګند شي.
پیغله ناهیده خاورو وخوړله.
مسعود او یاران یې اتلان شول.
خو دا صرف یو تور خوب دي چې دوي ویني. په واقعت کې شهیده پیغله ناهیده اتله ده، چې خپل ژوند نه تیره شوه خو خپل پت یې وساته.

سرچینه: حقیقت وېبپاڼه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: