شيخ عبد المجيب حذيفي کوم ځای کې ووژل شو؟

درې ورځې وړاندې شيخ الحديث مولوي عبدالمجيب حذيفي د بګراميو ولسوالۍ د سهاکو سيمه کې خپل کور ته څېرمه د نامعلومو وسلوالو له لوري په يوه ناځوانمردانه او بزدلانه بريد کې ووژل شو.
له بريد وروسته بريدګرو له سيمې پښې سپکې کړې او هيڅوک نه پوهيدل چې شيخ عبدالمجيب حذيفي صاحب چا هدف وګرځاوه، ځکه حذيفي صاحب په هيڅ ډول سياسي او جګړه ييزو فعاليتونو کې ونډه نلرله بلکې د امامت او تدريس له لارې يې د دين خدمت ترسره کاوه د ولس بچيو ته يې درس ور زده کاوه او د ټولنې د اصلاح لپاره يې هلې ځلې کولې.
له بريد څو ساعته وروسته امنيتي او دفاعي ځواکونو د خپلو فيسبوک پاڼو له لارې د نوموړي د وژنې پړه په خپله غاړه واخيسته او د دې ستر جرم د توجيه لپاره يې په ډير وقاحت او سپين سترګۍ دا درواغ هم ورسره ضميمه کړل، چې ګواکې عبدالمجيب حذيفي مو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې وژلی.
د امنيتي ارګانونو دغه ښکاره درواغ هغه مهال لا برملا شول چې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو نشر شوه او د مولوي عبدالمجيب حذيفي صاحب د وژل کيدو ځای پکې ښودل کيږي، چې پکې د نوموړي مقتديان او د سیمې خلک راټول شوي او په يوه خوله د امنيتي ځواکونو دغه ادعاء ردوي او وايې چې موږ د لمانځه لپاره د شيخ صاحب راتګ ته انتظار ناست وو، چې ډزې وشوې، کله چې د باندې راغلو و مو ليدل چې شيخ صاحب په شهادت رسول شوی.
دغې ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښه نشر شوه او د امنيتي ځواکونو ټول هغه تبليغات او پروپاګند يې په اوبو لاهو کړل چې هغوی د خپل جنايت د پټولو لپاره کړي وو.
مولوي عبدالمجیب حذیفه مهاجر د ارواښاد شیخ عبدالرشید زوی، د ارواښاد شیخ عبدالقدوس جان وراره او د هېواد د نوموتي عالم شیخ عبدالحمید حماسي ورور ؤ، چې دا مهال یې په خپل کلي کې د جامعه محمدیه په نوم دیني مدرسې د نظامت او تدريس چارې سرته رسولې.
نوموړي د (عبدالمجيب حذيفي مهاجر) په نوم باندې فيسبوک آيډي هم لرله، چې فقهي مسائل، اصلاحي ويناوې او اسلامي معلومات يې ورڅخه نشرول.
د پوهانو په اند د ديني علماوو او مصلحينو وژل په لوی لاس د الله تعالی عذاب ته دعوت ورکول دي او د جګړې اور نور هم ژبغړانده کوي، حکومت ته پکار ده د جګړې پر ځای د سولې غوراوی انتخاب کړي ترڅو افغانان له یوې پايدارې سولې څخه برخمن شي.

لیکنه: مصباح الحق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: