احمق شتمن

وایی موږک ټوپ کړه، د یو سړي ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېر قیمتي الماس یې خولې ته واچو او تېر یې کړ. سړی حیران شو چې څه وکړي؟ یو ښکاري یې راوغوښت چې دا موږک پيدا کړي او ویې وژني چې له خیټې څخه یې خپل الماس راوباسي.
ښکاري راغی ګوري چې سلګونه موږکان اخوا دیخوا ګرځي خو یو موږګ تر نورو جلا په یو لوړ ځای کې ‌‌‌‌‌‌آرام او شاهانه مو‌‌‌‌‌‌ډ کې ناست دی.
ښکاري د ټوپک خوله همدغه موږک ته واړوه، ویې وېشت او سړي ته یې وویل: ورشه خیټه یې څېرې کړه او خپل الماس ترې راوباسه.
دا رښتیا هم هماغه موږک و چې الماس یې خوړلی و.
د الماس خاوند هک حیران سو ده ښکاري یې وپوښتل: دلته خو سلګونه نور موږکان هم وو، څنګه پوه سوې چې دا هماغه موږک دی؟
ښکاري ځواب ورکړ؛ ‌‌‌‌‌‌ډېر اسانه پېژندل کیږي:

نادیده او احمق څوک چې شتمني پيدا کړي ځان له خپل قبېلې او خپلو څخه لوړ او جلا ګڼي.
دغه هم موږګ د نورو څخه ځان جلا کړی و او لوړ ځای کې ناست و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button