پر لویو لارو د طالبانو پوستې د کابل کمزوري منتخب حکومت ته لویه ضربه ده: واشنګټن پوسټ

عزم (شنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۰):

ژباړه: عبدالغني عاطف

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مې په اوله د افغانستان پر لویو لارو د طالبانو په تلاشیو او چیکپواینټونو راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه وايي په وروستیو کلونو کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په کمېدو سره طالبانو د افغانستان په مهمو سیمو کې د خپلو پوستو جوړول زیات کړي او په دې ډول یې د کابل حکومت فعالیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

راپور د اتو ځايي چارواکو له خولې لیکلي چې پلازمېنې کابل ته په راتلونکو او تلونکو اصلي لارو باندې د طالبانو لسګونه لنډمهالې پوستې شته، د دې ترڅنګ د هېواد د شمال-سوېل پر لویه لار تر لس زیاتې دایمي پوستې لري. د دوی په خبره، ګڼ شمېر دایمي چیکپواینټونه په هغو پوستو کې جوړ شوي چې حکومتي ځواکونو پرېښې دي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو پوستې هم د دې ډلې د ځواک ښوولو سمبولیکه هڅه ده او هم د افغانستان کمزوري منتخب حکومت ته لویه ضربه. د طالبانو دا مؤقتي او دایمي پوستې د پوځ اکمالات له ستونزو سره مخ کوي، د حکومتي خدماتو د مهیا کېدو مخه نیسي او همداراز د هېواد په منتخبو حکومتي چارواکو د خلکو باور کموي.

د کندز د ولایتي شورا رییس، محمد یوسف ایوبي، واشنګټن پوسټ ته ویلي، ”داسې ده لکه موږ چې په یوه جزیره کې یو. زه یوې خوا ته هم تر څلور کیلو متره زیات نشم تلای – هرې خوا ته د طالبانو له پوستو سره مخ کېږم“.

ورځپاڼه وايي، تقریبًا یو کال مخکې به ایوبي له کندزه د غونډو لپاره کابل ته تله. خو نن ورته ناممکنه ده. حکومتي چارواکي یا په الوتکو کې سفر ته مجبور دي او یا که په ځمکنۍ لاره سفر کوي نو بیا د زغره والو ګاډو په سخت ساتل شوي خوندي کاروان کې ځي.

ایوبي وايي، د حکومتي چارواکو د تحرکاتو کمي دوی ته په سم ډول د خپلو دندو اجرا کول تقریبًا ناممکن کړي دي. د هغه په خبره، ”ورځ په ورځ د حکومت د کنټرول سیمه کوچنۍ کیږي“.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین، ورځپاڼې ته ویلي چې دوی ته لارې مهمې دي او د خوندي کولو لپاره یې ”جدي تدابیر“ نیولي دي. آرین زیاته کړې چې ځینې ”غیرمؤثرې“ پوستې پرېښوول شوې او په لویو لارو کې د طالبانو جنګیالي سره پاشلي دي.

راپور وړاندې وايي، د طالبانو په زیاترو چیکپواینټونو کې یو یا دوه جنګیالي او یو بیرغ وي.

د نافع پښتون په نوم یو ۳۱-کلن موټر چلوونکي ورځپاڼې ته ویلي چې د سویل د لویې لارې په اوږدو کې د ځینو پوستو عسکر د طالبانو د بریدونو له ویرې له خپلو ځایونو نه راوځي، ټکسي چلوونکي په اشاره ځانته راغواړي او ورته وايي چې پر لاره باندې څو کیلومتره لیرې پرتې پوستې دې خواړه، تېل، غوښه او نور شیان یوسي. یاد موټرچلوونکی زیاتوي چې دوی شیان ترې اخلي، کله یې طالبان ترې ونیسي او کله بیا بریالي شي چې عسکرو ته یې ورسوي.

ورځپاڼه وايي، دا چې حکومتي مامورین لویې لارې نشي کارولای دې چارې خلک د حکومتي خدماتو له ترلاسه کولو منع کړي دي. په هلمند او کندهار کې د د ښوونځیو ځينې مدیران وايي د پوستو له امله د ولایتونو له مرکزونو وتلو سیمو ته د ښاري ښوونکو تګ سخت دی. په بغلان کې بیا یو ډاکټر وايي چې پوستو روغتون ته د دوی تګ ستونزمن کړی دی.

یوه ۴۳-کلن موټرچلوونکي، واحد، ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان د دوی له زیاترو مسافرو سره کار نه لري، ”دوی یوازې په حکومتي مامورینو او امنیتي ځواکونو پسې ګوري“.

 د واحد په خبره، ”طالبان ډېر ښه استخبارات لري“. نوموړی وايي، یوه ورځ طالبانو موټر ودراوه او د موټر په منځ کې ناست کس ته په اشاره سره یې وویل چې ته راکښته شه. طالبانو د یاد کس تر کښته کولو وروسته واحد او نور کسان پرېښوول.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي چې د دې چیکپواینټونو هدف له خپلو سیمو د کابل حکومت د مامورینو او عسکرو مخنیوی او د لویو لارو امنیت ساتل دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button