جرمني د افغان ځواکونو روزنیزماموریت پایه ته ورساوو

د آلمان ملي رادیو راپور ورکړی چې پوځ به یې په راتلونکو میاشتو کي خپل نظامي تجهیزات لکه نقلیه وسیلې، هلیکوپترونه، وسلې او مهمات د هوا له لاري آلمان ته انتقال کړي.

  عزم،شنبه،۱۱غویي۱۴۰۰):د جرمني ددفاع وزارت چارواکو تیره ورځ اعلان وکړ چې افغانستان کې یې ددغه هیواد د پوځیانو روزنیز ماموریت ته د پای ټکی ایښی او نور به خپل ټول تمرکز د “وتلو” پر بهیر کوي.
رویټرز آژانس خبر ورکړی چې دغه هیواد په مزارشریف کې د خپلې پوځي اډې اړوند منسوبین د وتلو لپاره د تیارسۍ په حالت کې کینولي او ترڅنګ یې د طالبانو د ممکنه بریدونو لپاره هم د چمتوالي امر ورته کړی دی.
د آلمان ملي رادیو راپور ورکړی چې پوځ به یې په راتلونکو میاشتو کي خپل نظامي تجهیزات لکه نقلیه وسیلې، هلیکوپترونه، وسلې او مهمات د هوا له لاري آلمان ته انتقال کړي.
سرچینو ویلي چې جرمني به افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پای ته رسولو لپاره، دغه هیواد ته شاوخوا ۸۰۰ کانتینرونه واستوي، څو د خپلو وسایلو د را ایستلو بهیر ورته آسانه کړي.
جرمني له ۲۰۰۱م څخه تر اوسه، شاوخوا ۱۰۰زره بوځیان په نوبتي ډول افغانستان ته لیږلي، چې له ډلې یې ۵۹ سرتېري وژل شوي دي.
دغه هیواد د څه باندې ۱۱۰۰ سرتیرو په لرلو سره د امریکا متحده ایالاتو څخه وروسته په افغانستان کي تر ټولو ډېر سرتيري لري.
د یادونې وړ ده، چې څومیاشتې وړاندې د یاد هیواد کابینې په غوڅ اکثریت سره ومنله چې افغانستان کې به د ځواکونو ماموریت تر راتلونکي ۲۰۲۲م کال پورې تمدیدوي، چې پارلمان یې هم یاده پریکړه تائید کړه؛ خو د سپتمبر تر ۱۱مې نیټې له افغانستانه د بهرنیوځواکونو د وتلو په تړاو د جوبایډن له اعلان وروسته، دغه هیواد هم خپله پریکړه بیرته واخیسته او یاده نیټه یې د خپل خروج لپاره وټاکله.
جرمني تیره اونۍ اعلان وکړ، چې هیواد یې د لویدیځو متحدینو د فشار له امله غواړي د راتلونکې جولای میاشتې تر ۱۵مې نیټې خپل ټول ځواکونه وباسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button