طالبان: د دوحې د تړون له مخې نور بهرني ځواکونو مصئون نه دي

عزم(شنبه، ۱۱ غویی ۱۴۰۰): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنيوځواکونو وتل د مۍ میاشتې له لومړۍ نيټې څخه چې په توافقنامه کې ټاکل شوې وه ځنډیدلي، دوی ته یې پر وړاندې د هر ګول اقدام لاره خلاصه ده، خو اوس دوی د خپل مشر لارښوونې ته انتظار دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی ”مجاهدین“ انتظار باسي تر څو یې مشرتابه د خپل هېواد د خپلواکۍ، ارزښتونو او ولس د عليا منافعو په نظر كې نيولو سره څه ډول تصمیم نیسي او پریکړه کوي.
طالبانو ویلي له دغې پریکړې وروسته به له لارښوونې سره سم عمل کوي.

دا په داسې حال کې دی چې تیره ورځ د قطر مرکز دوحه کې د روسیې فدراسیون، چین، ترکیې، پاکستان، امریکا، قطر او طالبانو ترمنځ یوه ناسته هم ترسره شوې وه چې ممکن طالبان دیته اماده کړي تر څو بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لار ورکړي او په بدل کې به یې د دوی ځینې غوښتنې منل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: