محب: طالبان دې د امریکایانو پر ځای له مونږ نه د بندیانو آزادول وغواړي

  عزم،شنبه،۱۱غویي۱۴۰۰):د ارګ د ملي امنیت شورا سلاکار چې نن ورځ یې د نورو امنیتي مسؤلینو ترڅنګ په یوه خبري غونډه کې وینا کوله، د طالبانو پر وړاندې توندې څرګندونې وکړې او پر هغوی یې بیلابیل تورونه پورې کړل.

محب د پخوانیو چارواکو په څیر، یوځل بیا په تونده ژبه طالبان د ګاونډي هیواد په ملاتړ تورن کړل، خو ویې ویل چې« څوک دې اندیښنه نه کوي له افغان ځواکونو د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ملاتړ لا هم راون دی »
محب د ترویکا غونډه کې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د تورلیست او د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په هکله د خبرو په تړاو وویل چې هغوی “طالبانو” آدرس غلط کړی او باید دا ډول غوښتنې په مخامخ ډول له کابل حکومت سره شریکې کړي.
د یادولو ده چې طالبانو تیر ځل هم خپل ۵زره بندیان له امریکا سره تر خبرو وروسته، د کابل له زندانونو، را خوشې کړل، په داسې حال کې چې حکومت په کې هیڅ ونډه نه درلودله.

که څه هم طالبانو رسما د لوګر د پیښې مسؤلیت نه دی منلی، خو محب بیا دا کار د طالبانو وباله او زیاته یې کړه چې له همدې کبله ده چې باید د هغوی “طالبانو” د مشرانو نومونه له تورلیست څخه ونه ایستل شي.
محب وویل، نړیوالو همکارانو یې ډاډ ورکړی چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته یې جوړ شوی نظام سقوط نه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: