وسلوالوکسانو لیکوال او شنونکی “استاد محمدزمان مزمل” په چاقوګانو وهلی

  عزم،شنبه،۱۱غویي۱۴۰۰):راپورونه وایي چې د هیواد سپینږیری سیاستوال، شنونکی او لیکوال استاد محمد زمان مزمل باندې نن ورځ د کابل ښار په چمن حضوري سیمه کې د ناڅرګندو کسانو لخوا د چاقوګانو برید شوی دی.
سرچینې وایي،ښکاري چې پر استاد مزمل دا برید د غلو لخوا شوی وي، ځکه له نوموړي څخه یې موبایل او څه اندازه پیسې هم لوټ کړې دي.
نوموړي ته نږدې منابع وایي چې استاد تر برید وروسته روغتون ته رسول شوی او دا مهال یې حالت د ډاډ وړ ښوودل شوی دی.

استاد زمان مزمل له تیرو څه باندې شلو کلونو راپه دې خوا په سیاسي او هنري برخو کې فعال دی او د لیکنو ترڅنګ یې ګڼ شمیر کتابو هم لیکلي او چاپ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم استاد مزمل د کابل په ښار کې د غلو له خوا لوټل شوی وه او مبایل او نغدې پیسې یې ترې اخیستې وې.
دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه نن په کابل ښار کې د پوهنتون پر یوه استاد هم برید شوی او ځای پرځای وژل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button